
میدان وردګ: د دولتي ځواکونو په هاوان ۳ ماشومان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د میدان وردګ په سید اباد ولسوالي کې پر یوه کور هاوان لګېدلې چې له امله یې ۳ ماشومان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د ځايي چارواکو په وینا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د سید اباد ولسوالۍ د زرین خېل په سیمه کې هغه مهال را منځته شوه کله چې دولتي ځواکونو د طالبانو د برید په جواب کې د هاوان ډزي وکړې.
د وردګ ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي چې هاوان د غلام حضرت په نامه یوه ملکي وګړي پر کور غورځېدلی چې له امله یې ۳ ماشومان مړه او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د پيښې وروسته د سیمې خلکو هم پر دولتي ځواکونو تور پوري کړی او هغوی یې د هاوان په توغولو او ماشومانو په وژلو ملامت کړي دي.
باید وویل شي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو سره د جګړو پر مهال په ښاري او کلیوالو سیمو کې د هاوان، توپونو، درنو وسلو او بمباریو څخه کار اخلي چې له امله یې په لوړه کچه ملکي تلفات را منځته کیږي.