دیني، سیرت او تاریخ

تاريخ تکراریږي!!!

محمد عمر حماد

له لوستلو به يې ډیر څه زده کړئ او موجوده حالات به په ښه ډول درته روښان شي

د اسلامي امت ستر مفکر علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله لیکي: لکه څنګه چې موږ وینو ډیرې هغه ډلې چې د حق د بلنې بیرغ یې پورته کړی دی او په سمه عقیده باندې ټینګ ولاړ دي تر ټولود سختو ظلمونو او اسنبدادونو ښکار وي، تکلیف ورکول، له وطن څخه شړل او له نورو ډول، ډول ستونزو سره مخ کیږي، دغه ستونزې کله د کفري حکومتونو له خوا ور پیدا کیږي او کله ناکله د هغو حکومتونو له خوا وي کومو ته چې اسلامي ویل کیږي او د چارو واګي یې د هغو خلکو په لاس کې وي چې کلمه وایي، لمونځ کوي او لوی، لوی جوماتونه جوړوي، د میلاد او معراج د شپو په مناسبت ستر، ستر مجلسونه نیسي په ډیر جوش او عزت سره عیدونه لمانځي خو کله ناکله هغوي اسلامي دعوت او سمه عقیده درلودل د خپل نظام او خپلو موخو په وړاندې د جاهلیت له دعوت، د بت پرستۍ له خرافاتو، ړنګو افکارو او کفري فلسفو څخه زیات ستر خنډ او ډیر خطرناک بولي نو په همدې وخت کې د اصحاب کهف کیسه د اسلام پر ځمکه بیا تکراریږي، د کمزوري مؤمن اقلیت او قدرتمند منافق اکثریت تر منځ جنجال او کشمکش را پیدا کیږي او همدلته بیا تنکي مسلمانان ځوانان د اصحاب کهف له کیسې څخه نوی روح، رڼا او قوت تر لاسه کوي، لکه چې الله تعالی فرمایي:

نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ ءَامَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًى ـ سورة الکهف ۱۳

ژباړه: موږ د هغو اصلي کیسه تا ته اوروو. هغوى څو تنه زلمي ځوانان ول چي پر خپل پروردګار یې ايمان راوړى ؤ او موږ هغو ته بشپړه لارښونه وکړه.

وَرَبَطْنَا عَلٰى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَا مِن دُونِهِۦٓ إِلٰهًا ۖ لَّقَدْ قُلْنَآ إِذًا شَطَطًا ـ الکهف۱۴

ژباړه: موږ د هغو زړونه په هغه وخت کښي محكم کړل چي كله هغوى پاڅېدل(مبارزې ته) او اعلان یې وکړ: زموږ رب خو یوازي او یوازي همغه ذات دى چي د اسمانونو او ځمكي رب دى، موږ به له هغه پرته نور كوم معبودان ونه بلو. كه موږ دغسي کار وکړو، نو دا کار به بيخي لویه سهوه او دروغ وي.

کله ناکله دغه حالت ډېر سخت او زړه بوږنونکی شي، د ژوند او آزادۍ، ایمان او عقیدې یو له بل سره یو ځای کول دومره ستونزمن او محال شي چې مسلمان ته له ټولنې سره مخه ښه کولو(خدای پاماني) تېښتې، په تنهائي او ګوښ والي کې له ژوند تیرولو پرته بله چاره پاتې نه شي، دا هغه حالت دی چې له سلګونو کلونو له تېرېدلو او د تاریخ له اوږدې وققې وروسته را منځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x