ټولنیزه برخه

د یو چا تیري سوي نیکۍ د هغه په یوه خطاء مه هېروئ!

حنظله عزيزي

یوه پا چا امر وکړی چي لس وحشي او خروړي سپیان دي د سپیانو د دې دپاره تربیه کړل سي که زما د هر وزیر څخه خطاء او غلطیا پېښه سوه د دغو سپیانو ځای ته به يې د دې دپاره ور ننه باسم چي سره څیري يې کړي او غوښي يې وخوري.

یوه ورځ یوه وزیر د یوه کار په اړه پاچا ته داسي مشوره ورکړه چي د پاچا نه سوه خوښه ، پاچا امر وکړی چي وزیر د سپیانو ځای ته ورننباسئ، وزیر په زاریو سو او وویل ما دي لس کاله خدمت کړی دی او ته مي اوس په سپیانو سره څیرې؟
پاچا پر خپله خبره ټینګ ؤ ،

وزیر وویل : نو لس ورځي مهلت راکړه او بیا دغه کار راسره وکړه .

پاچا وویل دغه غوښتنه به دي ومنم.

بیا نو وزیر هغه د سپیانو پالونکي ته ورغلی او ویل زه غواړم چي فقط د لسو ورځو دپاره د دغو سپیانو د خوړو او اوبو د برابرولو
خدمت وکړم.

د سپیانو پالونکی وویل : دغه کار ولي او د څه دپاره کوې؟

وزیر وویل : بیا به دي په وروسته کي په حال خبر کړم.

د سپیو پالونکي قبوله کړه او دسپیانو تربیه يې وزیر ته ور پرېښوول.

وزیر هم د وزارت پر ځای د سپیانو په تربیه مشغوله سو ، د سپیانو خواړه او اوبه يې ورکولې، د سپیانو لبمول او هغوی ته یې د راحت ټولي وسیلي برابرولې څو د پاچا د حکم د عملي کولو ورځ راغله.

پاچا او د هغه ټول درباریان د وزیر د حال د لیدلو دپاره حاضر سوه او وزیر يې د سپیانو ځای ته ورننه ایستی، خو پاچا او درباریان ټول د هغه څه په لیدلو په حیرت او تعجب کي سوه چي د سپیانو او وزیر تر منځ پېښ سوه.

هغه دا چي سپیانو د دې پر ځای چي وزیر ته ور حمله کړي او سره څیري يې کړي د وزیر په پښو کي ور ولوېدل او لکۍ يې ښورولې.

پاچا وویل : په دغو سپیانو دي څه کړي دي؟

وزیر وویل : صاحبه ! د سپیانو مي فقط لس ورځي خدمت وکړی او دوی هغه زما خدمت هېر نه کړی، خو ستا مي لس کاله خدمت وکړی هغه ټول دي هېر کړی او پر یوه خطاء مي وژنې؟

پاچا سره وښوراوه او اعفوه يې ورته وکړه.

دغه کیسه ټولو انسانانو ته نصیحت دی چي د یوه چا تیري سوي نیکۍ د هغه په یوه خطاء مه هېروی، او بل دا چي د یوه آشنای سره تېر کړ خوږ ژوند د یوه داسي کار په سبب چي ستاسي نه وي خوښ له منځه مه وړی.

که مو دا کار وکړی نو به مو هغه په زړه پوري دوست او د هغه خواږه یاداښتونه په نه څه د لاسه وړکړي وي.

ماخذ: ګټور معلومات او عبرتناکه کیسې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x