fbpx
tazkir

تذكيرد قران آر موخه

د سورة نور دلومړي ایت تفسیر:

د دې سترې قراني موخې یادونه په قرانکریم کې په مکرره توګه شوې ده موږ د سورټ نور لومړی ایت را اخلو او تفسیروو یې: سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَّكَّرُونَ ، ژباړه : داسورت موږ نازل كړی دي , موږ فرض كړی اوموز په دي سورت كې ښكاره ايتونه نازل کړي دي ، څو تاسو پند ترلاسه کړئ ، په دي ایت کې دنحوې ترکیب دوه تقدیره شودل شوې دي یودا چې سورة دمبتدا محذوفي له پاره خبره ده او اصل به داسې شې : هذه سورة انزلنها …. اویا خو سورة پخپله مبتدا او دراتلونکي ایت الزانیة والزاني …. او وروسته ټول سورت یې خبر دی ، په لومړي تقدیر کې په هذه سره اوریدونکي سورت ته اشاره ده او هغه چې راتلونکی دی .

تفسير

سُورَةٌ، سورة دقرانکریم هغي معلومي برخي ته وایې چې پیل اوپای او ایتونه یې معلوم وې : جُزْءٌ مِنَ الْقُرْآنِ مُعَيَّنٌ بِمَبْدَأٍ وَنِهَايَةٍ وَعَدَدِ آيَاتٍ . اودلته هم همدا سورت مراد ده ، أَنْزَلْنَاهَا یعني دادکلام نفسي په ډول موږ دده دنازلولو اراده کړي وه او دلته دانزال او فرضیت معناوي د متکلم ضمیر ته مستندي شوي دي څو ددي معناو کره والی او شرافت ښه ثابت شې ، وَفَرَضْنَاهَا ددي معنا داده چې په دي سورت کې چې کوم احکام راغلي دي په هغوی باندي عمل موږ فرض کړی دی اوس دا حکم داکثریت په بناشوی دی ځکه په دي سورت کې ځیني داسې شیان هم شته چې هغه له عمل او فرضیت سره تړاو نلرې لکه ىخداي دا قول : اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض،ِ اويادا: وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ . وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ اوموږ په دي سورت کې ښکاره ایتونه نازل کړي دي ، او ایات دالایة جمعه ده او ایة دقراني خبرو یوې ټاکلي برخي ته وایې چې هغه بیل او مستقل مطلب او معنا لرې ، الْآيَاتُ جَمْعُ آيَةٍ وَهِيَ قِطْعَةٌ مِنَ الْكَلَامِ الْقُرْآنِيِّ دَالَّةٌ عَلَى مَعْنًى مُسْتَقِلٍّ . دلته له ایات بینات مراد هغه ایتونه هم کیدلی شې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته الله جل جلاله دمنافقینو په اړه معلومات ورکړي و اوداراز ددي سورت ټول ایتونه هم مراد کیدلی شې ځکه د بینات له وصف نه هم دا مراد ده چې ټول ایتونه ښکاره او روښانه دي .

د ( فیها) ظرف دیوي تخییلي اشاري په توګه راوړل شوی دی چې ګواکي داسورة یوه بیله خزانه ده اوپه هغه کې دا ایتونه دارزښتناکو شیانو په څیر نازل شوې او کیښودل شوې دي کنه سورت او ایتونه یوشی دي په سورت کې دایتونو دنازلولو معنا په حقیقي لحاظ نه صحي کیږې او (في) باید زیاته وبلل شي خو د لته په (في) کې موږ یواځي دا تخیل راپیدا کړ او زایده ونه بلل شوه او انزلنا فیها ایات د انزلناها ایات … په معنا ده، بینات دایتونوله پاره وصف ده یعني داسي ایتونه چې ښکاره او واضحه معنا لرې . قرانکریم رښتیا هم ډیر واضح او روښانه کتاب دی او په دي ایت کې دوضاحت او روښانتیا دومره اهتمام شوی دی چې که څه هم په دي وروستی جمله : وانزلنافیها ایات… کې د (انزلنا) بیاراوړلو ته اړتیا نه وه ځکه مخکي شته او دلته دعطف توری کفایت کوې خودا تکرار دښه وضاحت او ډیر اهتمام له پاره شوی دی .

لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ، دا جمله له دي وروستي وانزلنافیها ایات بینات سره تړاو نیسي ځکه ایتونه چې کله ښه روښا نه او واضح شې بیا د تذکیراو پند له پاره وې او دلته هم دامراد ده ، تذکیر اوپند اخیستنه دقرانکریم ارموخه د ه او قرانکریم په مکرره توګه انسانان هڅولي دي څو بند او تذکیرترلاسه کړي .

تذکیر، بلاغ او قرانکریم ته دخلکو رابلل دانبیاو او ټولو داعیانو اساسي کا ردی او همدا دقرانکریم موخه اومطلب دی دخدای پیغمبر ته په قرانکریم کې ډیرځایونه د (فذکر…) امر شوی دی او یوځای ورته وایې : فذکر انما انت مذکر یعني ته تذکیر ورکوونکی یې یوبل ځای په سورة الاعلي کې راغلي دي : فذکر ان نفعت الذکري یعني ته تذکیر کوه که یې ګټه کوله او یایې نه کوله یعني کوم ځای که تذکیر ګټه نه هم کوې ته یې باید پرینږدي ، قرانکریم که څه هم ښکاره یوځای ویلي دي چې د دي سرکشو کفارو له پاره بلاغ او تذکیر ګټه نه رسوې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته قرانکریم وایې : إن الذين كفروا سواء عليهم أأنذرتهم أم لم تنذرهم لا يؤمنون (البقرة: 6) يعني د دوی کفر دي حد ته رسیدلی دی چې انذار او له جهنم نه ویرول هغوی ته فرق نه ورکوې نو دوی ته بلاغ او نه بلاغ هم ګټه نه رسوې خو بیاهم له روایاتو ثابته ده چې رسول الله صلي الله علیه وسلم هغو سرسختو کفاروته د دین بلنه ورکوله ځکه هغه ته امر شوی و : فذکر انما انت مذکر . او تذکیر او بلاغ دهغه دنده او ارموخه وه .

د داعي له پاره هم پکا رده چې د تذکیر او بلاغ دنده خپله کړې او هروخت او هرچا ته تذکیر او دالله دین ورسوې که هغه ګټه لرې یا یې نلرې علماء وایې ددي حکمت دادی چې قرانکریم داسې یو بلیغ او له حکمته ډک کتاب دی چې دی په خپل ذاتي اغیز او اثر سره دسختو خلکو زړونوته ځا ن رسوې او پر سختو زړونو کې نرمي او دایمان ځلاوي بریښوې اوپه دي اړه زموږ تاریخ ډیري بیلګي او خورا ښایسته او له پنده ډکي کیسې لرې چې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه داسلام منلو کیسه یې لومړۍ بیلګه بللی شو ، دهغه پر سخت زړه د (طه) سورت خپل اغیز شندلی و هغه چې له خپل اوښې او خورنه یې دهغوی په کور کې اوریدلی و .

داراز دمومنانو او صالحو خلکو له پاره هم تذکیر او بلاغ مهم دی ابن جریر الطبري له عبدالله بن عباس نه روایت کوې هغه وایې صحابه کرامو رسول الله صلي الله علیه وسلم ته وویل : موږ دي یوڅه ویرولي وی ؟ دصحابه کرامو د دي غوښټني په ځواب کې دالاندي ایت نازل شو :فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ یعني خدای جل جلاله وایې څوک چې زما له وعید نه ویریږې هغوی ته په قران سر تذکیر ورکړه ، نودا ضرور نده چې کفارو او بیلاري خلکو ته به تذکیر کیږې بلکي صالح او ښه عمل کوونکو خلکو ته هم تذکیر په کار ده.
دانبیاو د دتذکیر معنا داده چې دالله پیغام انسانانو ته ورسوې او هغوی ته الهي احکام روښانه او معلوم کړې او دانسانانو له پاره د تذکیر مطلب دادی چې هغه قبول او ومني او موږ دا تذکیر په پند اخیستلو سره نوموو دانبیاو اړوند مو مخکي یوڅه تشریح کړ او پآته شو د امتیانو اړوند تذکیر هغه روښانه خبر ده چې پند او عبرت ترلاسه کول د بریا او نجات لاره د ه او غفلت او بي پروایې د هلاکت او تباهي لورته رسیدلي لاره ده دقرانکریم لاره رڼا د ه او دا لاره دنجات لورته تللي ده په دي لاره تلونکی به تل په رڼا کې روان وې او له دي پرته نوري لاري کندوکپرواو هلاکتونوته رسیدلي دي .

له بده مرغه نوري لاري پخوا دومره ډیري نه وي او نه د ومره ښایسته او ځلانده وې اوس خو د دي فتنو اوپساتونوپه پیر کې دا لاري بیخي ډیري شوې دي الله دي موږ د دي نجات پرلاره ثابت لرې دخدای پیغمبر صلي الله علیه وسلم وایې : جنت ته غځیدلي لاره له ستونزو ډکه د ه او جهنم ته رسیدلي لاره له خوندو نو ډکه ده، دقرانکریم ایتونه ښکاره او ځلاند ه دي د دوی تفصیلات دزړه تل ته په اسانه سره لویدونکي دي نو له دي ایتونو نه پندونه او تذکیر ترلاسه کول د مومن دنده او وظیفه ده الله دي موږ په دي دندو کې بریالي لرې . ځکه خو د قرانکریم دمختلفو اوګڼ شمیر ایتونو په پای کې موږ د تذکیر صیغه په مختلفو صیغو سره وینو :لعلهم یتذکرون, افلا تذکرون, کلا انها تذکره ,فمن شاء ذکره, اوداسي نور …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د