نظــر

غربي چارواکي او په شکست اعتراف

حمزه عابد

له رسنیو څخه دا څو ورځې کیږي چې اورو او زیات مو داسې خبرونه تر سترګو کیږي چې نن دې امریکایي چارواکي د افغانستان د جګړې په اړه په خپله ماته اعتراف کړی او نن دې مشر د افغانستان جګړه نا ګټونکې بللې ده.

دا څو ورځې په پرلپسې ډول د امریکايي مهمو چارواکو له خولو څخه داسې ویناوې اوریدل کیږي چې تصادف یې نشو ګڼلای بلکه د افغانستان څخه د پښو سپکولو لپاره یو په لاس ورکړل شوی پلان به یې وبولو.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ویاند او همدا راز تیره ورځ د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې او نن بیا د ملګرو ملتونو د مشر څرګند اعتراف ښایي افغانانو ته خصوصاً طالبانو ته یو ښه زیری په لاس ورکوي.

دوی ټولو په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د افغانستان په روانه جګړه کې پاته راغلې ده،دوی نشي کولای د افغانستان جګړه وګټی،د افغانستان د جګړې د ختمیدو لپاره تر ټولو ښه لار د خبرو ده،باید د خبرو له لارې د افغانستان روان کړکیچ ختم کړل شي.

ټول پوهیږي چې دا ټول د هغه چا سرکرده خلک دي چې څوارلس کاله وړاندې یې د افغانستان په پاکه خاوره بې رحمانه یرغل وکړ او د طالبانو یو جوړ نظام یې پرته له کوم جوازه ونړاوه.

د امریکا او متحدینو هغه وخت چې په ډیر وحشت او دهشت سره یې په پرمختللې عصرې ټکنالوجۍ زموږ په حریم ناروا یرغل راووړ او ځمکې یې تر خپل کرغیزن تسلط لاندې راوستلې،هیڅوک نه وو چې مخې ته یې ودریږي،چا به یې د مقابلې تصور هم ونکاوه او ډیرو به یې لا تصور کونکو ته د لیوني خطاب کاوه او ویل به یې چې د میږي له پیل سره نه کیږي

نن د هغې امریکا او متحدینو ډاګییز منل چې د افغانستان جګړه مو بایللي ده افغانانو ته جوتوي چې نور مو ان شاءالله یرغلګر د تیښتې په حال کې دي او طالبانو ته دا په ډاګه کوي چې وخت مو رارسیدلی چې دښمن مو په وړاندې د ذلت او شرمندګۍ مراسم ترسره کړي او ژر ده چې ان شاءالله د یو آزاد او سوکاله افغانستان خاوندان به واوسو.

امریکا باید په همدومره شرمندګۍ هم اکتفاء وکړي او په آرامه سره باید نور له دې پاکې خاورې څخه خپل چوچوڼې ورټول کړي کنه نو سپینه ماڼۍ به هم د کریملین په شان په خپله سینه د ناسور زخم وټومبي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x