
پاکستان: د سنده په ايالت کې چاودنې پنځه تنه وژلي
د پاکستان د سنده ايالت د جېکب اباد ولسوالي په ټهل علاقه داري کې د اورګاډي پر پټلۍ چاودنې پنځه تنه وژلي او شاوخوادېرش نوريې ژوبل کړي دي.
دا اورګاډى چې د خوشال خان ايکسپريس پرنامه يادېږي، تېر کال هم پرې ورته چاودنه شوې وه، چې په اوسنۍ چاودنه کې يې پنځو ډبو ته دروند زيان اوښتى.