شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لږه زنده ګي پرې بختوره شي او لاړه شي
هسې مې په خوله باندې سندره شي او لاړه شي

څو ورځې زموږ کلي ته راشي، زه یې ووینم
بېرته پردي کور ته مسافره شي او لاړه شي

راشي له ارمانه ډک زړګي ته مې را وګوري
بس چې له رازونو یې خبره شي او لاړه شي

ماتې کړي کړۍ د رواجونو ، راتر غاړې وځي
بېرته یې پښتو پرې زوروره شي او لاړه شي

سپینه سپینه کېږي له ارمان سره روانه وي
اوښکه مې له سترګو مهاجره شي او لاړه شي

زموږ د بېلتانه روژه د وصل اختر نه لري
میاشت د رمضان ښه ده را بره شي او لاړه شي

‹‹یاد یې لکه جنګ د زړه په کور کې راته پاتې شي
دا بس لکه سوله مروره شي او لاړه شي››

پېغلې، دنیاګۍ ته چې لاس ور وړم “خدرخېله” نو
والوزي! د بل کلي کــوتره شي او لاړه شي
ــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۲/۲۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اورتور

جانانه خدرخیله ! واقعأ چی جانان ئی په دا ډیر ډیر زړه وړونکی شعر !!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x