افغانستان

د شاهین قول اردو د برید په تړاو ۷ دولتي عسکر نیول شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): په بلخ ولایت کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر مرکز باندي د طالبانو د خونړي برید په تړاو ۷ تنه دولتي عسکر نیول شوي او تور باندي لګول شوی چې د بریدګرو سره یې د قول اردو قرارګاه ته په ننوتلو کې مرسته کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې د تحقیقاتو پر مهال ۷ تنه عسکر په دغه پېښه کې د طالبانو په ملاتړ او قرارګاه ته د وسلو او نورو مهماتو په را ننویستلو تورن شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دغه برید کې ۱۰ تنه بریدګرو ګډون کړی وو خو په قرارګاه کې دننه هم یو شمېر عسکرو ورسره مرسته کړې وه تر څو په ډېره کچه عسکر ووژل شول.

باید وویل شي چې ددې تر مخه لا د شاهین قول اردو یو شمېر افسران او قومندانان د خپلې دندې سره د بې غورۍ په تور زندان ته لیږل شوي دي.

د روان کال ۲۰۱۷ د اپریل میاشتی په وروستیو کې طالب بریدګرو پر شاهین قول اردو ډله ییز برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه عسکر ووژل شول او ۶۴ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x