نړۍ

چين: په یوه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د چین په ختیځه کې په یوه وړکتون کې د چاودنې له امله یې تر اوسه ۷ تنه وژل شوي او د ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه چارواکو د وړکتون د ماشومانو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې ایا هغوی هم په قربانیانو کې شامل دي او کنه. خو انځورونه ښيي چې ماشومان هم د پيښې وروسته د سړک پر غاړه پراته دي.

تر اوسه د چاودنې علت نه دی مالوم، ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ګیس د ډبې له امله را منځته شوې ده.

د چین رسمي تلویزون د راپور سره سم چاودنه هغه مهال شوې کله چې د ماشومانو پلرونه او مندي د رخصتۍ پر مهال د هغوی د اخیستلو لپاره راغلي وه. او زیاته کړې چې په چاودنه کې ۲ تنه ځای پر ځای ووژل شول، پنځه په روغتون کې او شاوخوا ۵۹ تنه نور تر تداوي لاندي دي.

د هغه ښار موقعیت چېري چې چاودنه شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x