نړۍ

جرمنیان له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې امریکا او ناټو غړي هیوادونه غواړي په افغانستان کې خپل د عسکرو شمېر زیات کړي، په جرمنې کې د یوې نظر پوښتنې په ترڅ کې جوته شوې چې ۵۵ سلنه جرمنیان د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلویان دي.

دغه نظر پوښتنه د «انسا» په نامه متخصص انسټیوټ د «بېلډ» ورځپاڼې لپاره کړې. په نظر پوښتنه کې د برخه اخیستونکو جرمنیانو څخه یې په هرو پنځو جرمنیانو کې یوه کس د خپل ځواکونو د پاته کېدو سره موافقه ښودلې ، باقي ټولو ویلي چې د جرمني ځواکونه باید نور له افغانستان څخه ووزي.

هغه ګوندونه چې د جرمني څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ملاتړ کوي، د المانیا لپاره د تغییر ګوند ۷۵.۲ سلنه، د چپ ګوند ملاتړي ۷۱ او دیموکرات ازاد ګوند ۵۹ سلنه د جرمني ځواکونو د ایستلو تایید کوي.
همداسي نور ګوندونه لکه دیموکرات اشتراکي ګوند ۵۸.۹ سلنه، زرغون ګوند ۵۴.۶ سلنه او د دیموکرات مسیحیانو ایتلاف ۴۹.۳ سلنه د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل غواړي.

باید وویل شي چې اوس مهال د جرمني ۹۴۱ تنه عسکر په افغانستان کې مېشت دي چې په وینا یې د افغانستان د ځواکونو روزنې او مشورې دنده په غاړه لري.

امریکا او ناټو په ګډه په افغانستان کې ټول ۱۳۰۰۰ عسکر لري، خو د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن یې د طالبانو پر ضد د پرمختګ لپاره کم بولي او د اضافي ځواکونو غوښتنه کوي.
تېره ورځ داسي راپورونه خپاره شوه چې ګواکي د امریکا ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د اضافي ځواکونو ټول مسؤولیت او پرېکړه وزیر دفاع جیمس ماټیس ته سپارلی څوک چې په ټینګه سره د اضافي ځواکونو ملاتړی بلل کیږي.

نوموړي په وروستیو کې د کانګریس په یوه غونډه کې وویل چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه ګټي خو اوس به داسي ستراتیژي جوړه کړې چې پخوانۍ غلطۍ تکراري نه شي او امریکا دغه جګړه وګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

جرمنیانو ! خدای ج مو تباه کړه ژر ووزی او زمونږ د ازادیخواهانه مقاومت احترام وکړی.

افغان

غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه د استعمار زیاته صدمه د دشمن په ځای دوست ته متوجه وی اروبایان د مجبوریت له مخی د هغه مجبوریت له مخی چه دوی یرغمل نیول شوی ، د امریکا په مخکی د ګیدړانو به شان مندی وهی ، هغه یرغملتیا څه ده ؟ لمړی : د روسانو له ماتیدو وروسته روسانو د امریکا په مشرۍ لویدیز ( امریکا ، انګلستان ، فرانسه او جرمنی ) ته پناه یووړه ، امریکا د روسانو له دی پناه اخستلو دری ګټی پورته کړی یوه ګټه یی دا چه روسانو افغانی کمونستان امریکا ته استخدام… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x