قطر په ۱۲ ملیارده ډالرو د امریکا څخه ۳۶ ایف-15 جیټ الوتکې اخیستي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د قطر او امریکا دفاع وزیرانو په واشنګټن کې پر هغه توافق امضا وکړه چې له مخې به یې امریکا پر قطر باندي ۳۶ ایف – 15 (F-15-QA) جنګي جیټ الوتکې خرڅوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په دغه سودا سره به د دواړو هیوادونو تر منځ په امنیتي چارو کې تعاون نور هم پراخ شي.

قطر هیواد چې په اوس وخت کې د خپل ګاونډیو هیوادونو له لوري تر محاصرې لاندي دی، د امریکا سره په پوځي برخه کې تعاون د خپل استقلال لپاره خورا اړین بولي.

ددې تر مخه د قطر رسنیو خبر ورکړی وو چې دغه هیواد د امریکا سره د ۷۲ جیټ الوتکو ابتدائي تفاهم لاسلیک کړی وو، خو اوس د ۱۲ ملیارده په لګښت د ۳۶ الوتکو لومړی تړون رسما عملي پړاو ته ولویدی.

باید وویل شي چې سعودي ته د امریکايي ولسمشر ټرمپ د سفر وروسته د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري پر قطر باندي بندیزونه لګېدلی او دغه هیواد د تروریزم په ملاتړ تورن شوی.

په قطر کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه شتون لري چې په عراق، سوریه او افغانستان کې د جګړې او بمباریو لپاره کار ځیني اخلي، خو بیا هم دغه هیواد د امریکا د نورو دوستو او حلیف هیوادونو له لوري د تروریزم په ملاتړ تورن شو.

د شنونکو په نظر امریکا په منځني ختیځ کې د ستونزو په ایجادولو سره خپل د وسلو جوړونکو شرکتونو لپاره نوي بازارونه لټوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د