د جنید جمشید زامنو د پلار په یاد کې نعتونه ویلي / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان مشهور نعت خوان او دعوت ګر جنید جمشېد چې تېر کال په پاکستان کې د الوتکې په یوه حادثه کې ووژل شو، زامنو یې د هغه په یاد نعتونه ویلي او پر فیسبوک یې نشر کړي دی.

د جنید جمشید یوه زوی «بابر» د نوموړي تر ټولو د خوښې نعت (میرا دل بدل دې) ویلي او ویډیو کلیپ یې پر فیسبوک نشر کړی دی.

د جنید جمشېد مشر زوی «تیمور» نومیږي، نوموړي هم د پلار نعت «محمد کا روضه» ته ورته یو نعت ویلی او ویډیو کلیپ یې پر فیسبوک نشر کړی دی.

تیمور د ویډیو نشرولو تر څنګ ویلي چې زه نه غواړم د پلار په رکم واوسم، خو زه غواړم چې په نعت ویلو کې د پلار میراث ژوندی وساتم.

باید وویل ش چې جنید جمشېد تېر کال ۲۰۱۶ په دیسمبر میاشت کې د جترال څخه اسلام اباد ته پر لاره د پي آی ای په الوتکه کې د خپلې مېرمني په ګډون ووژل شو.

جنید جمشېد یو وخت د پاکستان تر ټولو مشهوره او وتلی سندرغاړی وو، خو وروسته یې توبه وکړه او د تبلیغي جماعت سره یو ځای سو، نوموړي د خپل ژوند په وروستی برخه کې د تبلیغي جماعت د مخکښ دعوتګر په توګه پيژندل کیږي او ورسره یې کله نا کله نعتونه هم ویل، چې ځیني يې په پاکستان، هندوستان او نوره نړۍ کې ډېر مشهوره شول.



یوه تبصره

  1. دنعت کلمه خاص دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمدح لپاره استعمالیژی ږ
    تعریف دنعت: دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم صفات بیانول.
    دکلمه چی هرجاهل دجنید په مطلب کشی لیکلی که سهوا وی یا عمدا باید اصلاح يی کړی دا جهالت دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.