کرکیټ: پاکستان د زمبابوي څخه خپله لومړی یوه ورځنۍ لوبه په مشکل سره وګټله

pak_vs_zimنن ټکی آسیا: پاکستان د کمزوري طرف زیمبابوې څخه په ډیر مشکل سره خپل لمړی یوه ورځنۍ لوبه وګټله.

د پاکستان او د زمبابوي دا لومړی لوبه وه، چي نن تر سره شول، او په پیل کي پاکستان توپ وهني ته ترجیح وکړه، او په خپل پنځوس اورونو کې ۲۴۷ منډي د اوو لوبغاړو په سوځولو سره جوړي کړې، چي په جواب کې زمبابوي تر ډیره حده ښه مقابله وکړه خو په اخیر کي يې همت وبایلي،

او یو په بل پسې سوځیدل شروع شول، او په پنځوسو اورونو کې ۲۴۲ منډي جوړي کړې.

د پاکستان له خوا ښه لوبه یونس خان، کپتان مصباح الحق او عمر اکمل وکړه، دوی په ترتیب سره ۷۸، ۵۴، او ۳۶ منډي جوړي کړې، او اوپنر محمد حفیظ ۲۶، په اووم نمبر راتلونکي وکیټ کیپر عدنان اکمل ۲۷ منډي جوړي کړې.. بال غورځونکي سهیل تنویر چي ډیره موده پس د پاکستان اړخ ته راغلی، ۱۷ منډي جوړي کړې.

په دې لوبه کې بله جالبه دا وه چي شعیب ملک چي نیژدې یو کال د لوبو د میدانونو څخه لیري پاته شوی وو، راتګ وو، خو هغه په خپل دې لومړی لوبه کي کوم خاص کردار ادا نه کړ، هغه صرف دوه منډي جوړي کړې، او له میدانه څخه ووتی.

عمران فرحت په نامه اوپنر هم په صفر باندي اوټ شو..

د بلي خوا د زمبابوي له خوا اوپنر ووسي سبانډا ۷۳ منډي جوړي کړې، او برینډن ټایلر ۸۴ .. خو په وروستیو اورونو کې د ټایلر سوځیدل زمبابوي ته په ډیر تاوان تمام شو، خو بیا هم دوی وتوانیدل چي د پاکستان سکور ته ځان ورسوي، خو صرف ۵ رنځونه پاته شول، چي لوبه وګټي.

تجربه کار یونس خان ددې لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه په ۷۲ بالونو ۷۸ منډي جوړي کړې وې، خو په اخیر کې رن آوټ شو، او د سلو منډو د پوره کیدو ارمان يې همداسي په زړه پاته شو.

د پاکستان له خوا تر ټوله ښه بالنګ اعزاز چیما وکړ، هغه په خپلو لسو اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول، او صرف ۳۶ منډي يې خپل مخالف اړخ ته ورکړې..چي تر ټولو بالرانو په اکانومي ریټ کي هم ښه وو.

اعزاز چیمه ددې ترمخه د زیمبابوي سره په ټیسټ لوبه کې هم ښه بالنګ کړی وو، او د کرکیټ د مینه والو زړونه يې ګټلي وه.

دا لومړی لوبه وه، چي نن ترسره شوه، او پاکستان په دې کې یو په صفر برتري حاصله کړه، دوهمه لوبه به د رواني میاشتي په ۱۱ نیټې ترسره کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.