نړۍ

امریکا پر ایران او روسیې نوي بندیزونه ولګول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): نن د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګریس پر ایران او روسیه باندي نوي بندیزونه ولګول او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه هغه صلاحیت سلبولو لپاره نوی قانون جوړیږي چې له مخي يې نوموړی نه شي کولای، د روسیې څخه په خپله پرېکړه بندیزونه پورته کړي.

دغه پرېکړه چې د امریکا د جمهوري او دیموکرات ګوند اکثرو غړو تصویب کړه، پر ایران تور پوري کوي چې د تروریزم ملاتړ کوي او د روسیې پر ولسمشر پوتین تور پوري کوی چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یې مداخله کړې ده.
د راپورونو سره سم د نوي پرېکړې سره سم سپینه ماڼۍ ته به ډېره ګرانه وي چې بیا دغه بندیزونه ددواړو هیوادونو څخه پورته کړي.

روسیه او ایران دواړه په سوریه کې د بشار الاسد د نظام تر څنګ دریدلي دی او په نظامي توګه یې ملاتړ کوي، په داسي وخت کې چې ایران په یمن کې د حوثي ملیشو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x