ورزش

کرکیټ: د چمپینز ټرافي پایلوبه د پاکستان او هندوستان تر منځ شوه / د لوبې لنډیز ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): نن د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د هندوستان او بنګلدیش تر منځ دوهمه نیمه پایلوبه وشوه چې هندوستان په ډېره اسانۍ سره په ۹ وکټونو وګټله.

د لوبې پچه د هندوستان کپتان کوهلي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بنګلدیش په خپل وار په ۲۶۴ منډې جوړي کړې او ۷ لوبغاړي يې وسوځېدل.

د بنګلدیش په لوبغاړو کې تمیم اقبال ۷۰، مشفق الرحیم ۶۱، مشرفي مرتضی ۳۰، محمدالله ۲۱، شبیر الرحمن ۱۹، مصدق حسین ۱۵ او تسکین احمد ۱۰ منډې جوړي کړې.

د بنګلدیش لومړی لوبغاړی سومایا سرکار د یوې منډې وروسته وسوځېد، دوهم لوبغاړی شبیرالرحمن پر ۳۱ منډو وسوځېد او بیا د تمیم اقبال او مشفق الرحیم تر منځ د ۱۲۳ منډو شراکت را منځته سو خو د ۱۵۴ منډو پوره کېدو وروسته تمیم اقبال وسوځېد او د تمیم د سوځېدو وروسته د بنګلدیش لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

د هندوستان په بالرانو کې بانسور کمار، بومراه، او جادو دوه دوه لوبغاړي وسوځول، جدیجا ۱ ، اشوین او پانډیا بې وکټه پاتې شول.

په جواب کې د هندوستان لوبډلې د ۲۶۵ هدف په څلویښتم اور کې تر لاسه کړ او یوازي یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړ.

روهیت شرما ۱۲۳، شیکر داون ۴۶ او ویرات کوهلي ۹۶ منډې جوړي کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما ونومول شو.

په دې توګه هندوستان د چمپینز ټرافي پایلوبې ته ووتی، چېري چې پاکستان له مخکې لا وتلی او ټاکل شوې چې د جون میاشتي پر ۱۸مه نیټه په لندن کې پایلوبه تر سره شي.

د هندوستان او بنګلدیش تر منځ لوبې لنډیز:

https://www.icc-cricket.com/champions-trophy/video/420352

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x