افغانستان

کابل: د شیعه ګانو پر جومات چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ځینو امنیتي سرچینو تر اوسه د یوه پولیس په ګډون د ۶ کسانو د وژل کېدو او تر لس زیاتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په وژل شویو کسانو کې یو هم د کابل ملي تاجر حاجي رمضان حسین زاده دی، ویل کیږي چې نوموړی سخت ټپي شوی وو خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

حاجي رمضان حسین زاده

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې الزهراء پر جومات باندي یو شمېر سرتیرو بریدګرو ډله ییز برید وکړ خو د بریدګرو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کابل پولیسو د دوه بریدګرو خبر ورکړی. چې په وینا یې یوه ځانته چاودنه ورکړه او دوهم د جومات د چوکیدار په ډزو ووژل شو.

ویل کیږي چې د چاودنې وروسته د ډزو غږ هم اوریدل شوی دی. ځینو عیني شاهدانو د دریم بریدګر شک هم څرګند کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې سمدستي وروسته نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پيغام کې وویل چې په کابل کې د شیعه ګانو پر جومات چاودنه او برید کې طالبان لاس نه لري.

خبریال بلال سروري تلویزون ته د چاودنې په اړه معلومات ورکوي:

ویل کیږي چې دا د بریدګر جسد دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د داسې بریدونو مسوولیت ټول د هزاره ګانو په غاړه دی چې د ایران په لمسون سوریې ته ولاړل او په لوی لاس او کم عقل یې د داعش پاملرنه د افغانستان و لوري ته واړوله.

خودکرده را دارو نیست.

محمد

واقعیت داسی دی لکه تاسو چې ورته په ګوته کړی دی – اوس دی د داعش و وارونو ته ځان ټینګ کړی –

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x