نړۍ

امريکا غواړي له افغانستانه د وتلو وروسته له منځنۍ اسيا پر پاکستان بريدونه وکړي

امريکايي اخبار “لاس انجيلیس ټايمز” ليكلي چې، د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي سند لاسليک نشي، نو امريکا غواړي له افغانستانه د وتلو وروسته له منځنۍ اسيا پر پاکستان بې پيلوټه بريدونه پيل کړي. لاس انجيلس ټايمز ليکلي چې، پاکستاني چارواکي د پردې تر شا د بې پيلوټه بريدونه اجازه ورکوي، ولې په ديپلوماتيکو حلقو کې يې بيا مخالفت کوي.

لاس انجيليس ټايمز زياتوي چې، روان ۲۰۱۴ کال امريکا له افغانستانه خپل پوځونه وباسي او غواړي چې، د پاکستان په قبايلي سيمو کې د القاعده او نورو شکمنو کسانو پر خلاف له منځنۍ اسيا بې پيلوټه بريدونه وکړي.

امريکايي چارواکي غواړي، چې د منځنۍ اسيا په يو هيواد کې د دغو بريدونو لپاره يوه پوځي اډه ولري. په راپور کې ويل شوي چې، که بې پيلوټه بريدونه د سي ای اې پر ځای امريکايي پوځ ته وسپارل شوو، نو پټ ساتل به يې يو لويه ستونزه وي. له همدې امله امريکا غواړي چې د دغو اډو واک دې له سي ای اې سره وي.

راپور زياتوي چې، په پاکستان کې اوس د بې پيلوټه بريدونو لپاره پريډيټر او ريپر نومي الوتکې کارول کيږي چې رفتار يې کمزوری دی. په منځنۍ اسيا کې د اډې له جوړيدو وروسته به د دغو طيارو کارول ستونزمن وي. له همدې امله امريکا غواړي د “اوينجر” په نوم نوي بې پيلوټه اولوتکې جوړې کړي چې د جيټ طيارې ماشين به پکې لګيدلی وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x