د شیعه-سُني جنګولو لومه!

ذاکر جلالي

د تېرې شپې برید په اړه…

سر له ټولو بدمرغیو چې زموږ وطنوال یې لري، موږ په سیمه کې ځانګړی ملت یو چې په تېرو درېوو لسیزو کې د جګړې په اور سوځو؛ خو تر اوسه مو مذهبي جګړه نه ده کړې. افغانستان ثابته کړې چې ټولې اسلامي نړۍ ته د شیعه او سُني ترمنځ د سوله‌ییز ژوند مثال کېدای شي. نوره اسلامي نړۍ له افغانستان او افغان مسلمانانو دا زده کولی شي چې څنګه شیعه او سُني ګډ او سوله‌ییز ژوند وکړي.

موږ ډېر داسې مشترکات لرو چې د شیعه-سُني جګړه نفې کوي. ځینې داسې صحنې دي، چې راتلونکی لپاره هم زموږ سُنیانو او شیعه‌ګانو ته په کې درسونه نغښتي دي. ښاغلي شهرت ننګیال په خپل شهکار اثر، “۱۲ ګرامه ماغزه” کې د تنظیمي جګړو پرمهال د مولوي صاحب جلال‌الدین حقاني د سولې هڅو یوه جالبه صحنه خوندي کړې. دا صحنه چې مې سترګو کې انځور شي، د شیعه-سُني جګړې لومه راته سر له اوسه خامه او ناکامه ښکاره شي. ښاغلی ننګیال لیکي، چې کله د مولوي صاحب حقاني د سولې ډله د حزب وحدت مشر، مرحوم عبدالعلي مزاري ته ورغلې وه، د ناستې پر مهال د ماسپښين او مازیګر د لمنځونو وخت راغی. ننګیال لیکي “د ماسپښين لمانځه وخت شو، د ځینو سترګو کې پوښتنې ګرځېدې، چې بې‌ځوابه پاتې شوې، څادرونه وغوړېدل، صفونه ودرېدل، ښاغلي مزاري حقاني صاحب ته د امامت وویل، شاعر ملايي وړاندې کړ، څوک لاس په نامه، د چا ځړېدلي، ټول یو صف، یوه لیکه».

له لمانځه وروسته د سولې خبرې کېږي، وروسته بیا لیکي: «د ژمي مازیګر خورا لنډ را رسېږي… یو ځل بیا د لمانځه تابیا ونیول شوه، څادر وغوړېدل، صفونه ودرېدل، حقاني صاحب څنګ ته ولاړ یو شیعه ملا وړاندې کړ…». کله چې د سولې او مشترک راتلونکي لپاره د حقاني صاحب په څېر ملا شیعه پسې د لمانځه اقتدا کوي او مرحوم مزاري سُني ملا پسې لمونځ ته تیارېږي، او هغه هم په هغو ترینګلو شرایطو کې… دا لومه اوس هم ناکامه بویه چې دښمنان دې افغانستان د شیعه او سُني په نومونو وجنګوي.

وروستي بریدونه ښيي چې د روانې سناریو لوبغاړي غواړي اوس موږ په دې جګړه اخته کړي، له څه مودې راهیسې چې له مبهمو ادرسونو پر شیعه وطنوالو بریدونه کېږي، دا له ورایه ښيي چې د دې دسیسې د عملي کېدو هڅې کېږي. سره له دې چې دسیسې له څو کلونو مخکې ډیزاین شوې دي؛ خو تر اوسه یې هغه نتیجه نه ده ورکړې، چې ډیزاینوونکي يې هیله لري. په ۲۰۱۰ کال کې پر ابوالفضل زیارت برید ډېر خونړی و؛ خو د دې پر ځای چې موږ ووېشي، لا یې په لیکه کې ودرولو.

شیعه‌ګان په افغانستان کې یو حقیقت دي، زموږ د وطن خلک دي، کلونه مو ګډ ژوند کړی، زموږ او د دوی ګټې و زیان او په ټوله کې سرنوشت مشترک دی. له څه مودې چې د شیعه او سُني د جنګولو ګواښ جدي احساسوم، د یوه سُني په توګه پر شیعه وطنوالو بریدونه مې تر هغو ډېر دردوي او اندېښمنوي چې پر سُنیانو کېږي. پر شیعه‌ګانو بریدونه ځکه د ډېرې اندېښنې وړ دي، چې تنظیموونکي يې غواړي سبا زموږ خلک د شیعه او سُني په نومونو وجنګوي او دوی له دې خونړۍ لوبې خپلې ګټې وپالي.

د تېرې شپې شهداوو ته جنتونه، ټپیانو ته عاجله شفا!



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.