افغانستان

کرزی: د امریکایي ځواکونو له «محدود شتون» سره مخالف نه یم

افغان ولسمشر حامد کرزي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په کندهار کې وویل، چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له «محدود شتون» سره مخالف نه یم.

د ټایمز آف انډیا په خبره، ولسمشر کرزي د هند له بهرنیو چارو وزیر، سلمان خورشید سره په کندهار کې د علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د امنیتي مسایلو او له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسليکېدو په تړاو خبرې وکړې.

کرزي وویل: زه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له «محدود شتون» سره مخالف نه یم، مګر دا شتون باید افغانستان لپاره د ملاتړ پر یوې سرچینې بدل شي او پاکستان او امریکا باید د افغانستان ملاتړ وکړي.

داسې برېښې چې ولسمشر کرزی له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر په خپل دریځ کې نرمښت راوستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x