نسیم دانش او د افغانستان لوبډلې پخوانی روزونکی: انضمام الحق

د کرکټ‌ بورډ تېرې شپږ میاشتې

نسیم الله دانش  – د کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس

کرکټ په افغانستان کې د لوبې تر څنګ ملي ارزښت تر لاسه کړی، ګورو چې خلک د کرکټ‌ بورډ له چارواکو کار او د کار نتیجه غواړي، دا د ولس حق هم دی چې د دې ملي ارزښت او خوښۍ په هنداره کې خپل ځان وویني. ځکه همدا کرکټ دی چې هېواد کې د شته ناامنیو، بدو ورځو او مرګونو پر مهال د ولس پر څېرو خوښي او موسکا خوروي. نو بایده دي چې دې ملي‌ لوبې ته ټیټ ونه کتل شي، پاک کار ورته وشي او کار باید ښه نتیجه ولري. په هر صورت، له نن نه پوره شپږ میاشتې مخکې زه د کرکټ‌ بورډ د عمومي ریاست له مسولیت څخه لرې شوم، ډېر دوستان زما د لرې کیدا لامل پوښتي، زما ځواب دا وي‌ چې زه خپله هم علت پسې ګرځم خو چا راته نه دی ویلی. دومره پوهېږم چې له ولسمشره ورتاو د ده باوري کړۍ ناسم مالومات وروړي، موخه یې ممکن دا وه چې دغه مهمه او له مالي امکاناتو مالامال اداره د دوی د نېږدې کس له لوري وچلول شي، د کړۍ دې نوش جان شي خو له ولسمشر به ضرور ګیله لرم، هغه ځکه چې د تقرر پر مهال له خورا سختې او اوږدې مرکې (انټرویو) تېر شوم خو د ګوښه کیدو پر مهال یې پنځه دقیقې وخت هم رانه کړ. دې قسم لرې کولو باندې ځان داسې راښکاره شو چې ګنې زه هیڅوک هم نه لرم. سمه ده چې زور، بېحسابه زر او څوک به نه لرم ولې افغان خو یم کنه، داسې افغان چې د دې هېواد کرکټ ته مې ډېر په مینه او اخلاص کار کړی دی. که کار کې مې مشکل وو نو څارنوالۍ ته دې معرفي شوی وای او که نه وو نو پکار وه چې یوه کامیابه او له لاسته راوړنو ډکه اداره په عادي ډول مخکې تللې وای. ولسمشر وایي چې پنځه کاله وروسته به هېوادوال زما کارونه وویني او ومني خو موږ اوس هم ښه روان وو او پنځه کاله وروسته به هم پایله ډېره ښه وه. زموږ پلانونه د یو یا دوو کلونو لپاره نه، بلکې اوږدمهالي ول.

په هرصورت، زما تر معزولیدا وروسته مې نوي عمومي رییس ته د همکارۍ ډاډ په دې خاطر ورکړ چې دا ملي لوبه راڅخه خرابه نه شي. د خوست لوبغالي د پرانیستې مراسمو ته د ناروغۍ په حالت کې ورسره لاړم او هلته مې نوي رییس ته د صداقت او همکارۍ څرګند پیغام ورکړ. خو کله چې واپسۍ کې پکتیا ته راورسیدو نو نوي رییس یوه غونډه کې داسې څه وویل چې زما زړه یې مات مات کړ، بیا مې هم غوښتل چې خپله همکاري به جاري ساتم.

څو وارې مې ورسره اړینې مشورې شریکې هم کړې، له دې سره سره بیا هم نوي رییس کندهار کې بیا پر پخوانۍ اداره، بې له کومو اسنادو/ مالوماتو وړاندې کولو نیوکه وکړه، بیا مې هم ونه غوښتل چې اړیکې ورسره خرابې کړم. شخصي غرض مې نه و، یوازې او یوازې د کرکټ د ښه والي او پرمختګ لپاره. کله چې ملي لوبډلې له ایرلېنډ نه سرېزونه وګټل نو ښاغلي رییس پر ټېلیفون داسې څه راته وویل چې ټولې وعدې او باورونه یې مات کړل، ما هم د مجبوریت له امله غبرګون کې پر فېسبوک توند لیکل وکول. کاش کیدای شوای خو له بده مرغه ده سره همکاري نه شي کیدی، که نور څوک راتلل نو بیا هم تابعدار او خدمتګار یم. په هر صورت، دا سپیناوی مې ځکه وکړ چې تاسو فکر ونه کړئ چې ما به لرې کیدو سره عقده اخیستې وي‌ او شخصي مشکل به لرم. صرف او صرف مې د هغه کرکټ لپاره ښې مشورې ورکول او همکاري فکر کې وه چې ما، زما کاري ټیم او تر ما د مخه رییسانو او اداري کارکونکو په ډېره خوارۍ او زحمت دې ځای ته رارسولی.

راځم اصلي موضوع او د اوسنۍ ادارې کړنو ته:

اوسني رییس د کار پر لومړۍ ورځ وویل چې زه به کرکټ ملي لوبه کړم، زه یې حیران کړم چې ولې اوس ملي لوبه نه ده؟ که نه ده څنګه ملي کېږي، او اصلا ملي کېدل به رییس صېب وایي څه ته؟ د اجرااتو پیل یې داسې و چې تر څلوېښتو زیات باتجربه کارکونکي یې په دې لرې کړل چې ممکن د چا پلوي به کوي او یا هم د یوه لوري یا یوې سیمې دي. تر دغو عقدیي اقداماتو وروسته بله خبره دا چې د ادارې د وروستیو پنځو کلونو تفیش به کېږي. تفتیش څنګه شو؟ نه یې تر اوسه هېوادوالو ته د تفتیش نتیجه وویله، نه یې څوک وستایل او نه یې هم څوک څارنوالۍ ته وروپېژندل. زما د تجربې له مخې د پنځو کلونو تفتیش د نړۍ عادي کمپني هم دوو میاشتو کې کولی شي، تفتیش عادي پروسه ده؛ هر کال د کرکټ‌ بورډ د اسنادو تفتیش کېږي او راپور یې د کرکټ نړیوالې شورا ته ځي‌ تر څنګ یې دولت (مالیې وزارت) ته هم ځي.

که تفتیش کې څه ستونزه وي نو نړیوالې مفتشې کمپنۍ سترګې نه پر پټوي؛ دوی د خپل باور د لا پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې خامۍ ومومي او د کرکټ نړیوالې شورا ته یې راپور کړي. دې کمپنیو چې د بورډ د مېمبرانو له لوري به تصویبدلې هر کال تفتیش کړی او راپور یې هم نړیوالې شورا ته لیږل شوی او هم مالیې وزارت ته. باوري یم چې تفتیش بشپړ شوی، نو نوې اداره دې مهرباني وکړي او راپور دې هېوادوالو ته وړاندې کړي، هېوادوال باید پوی شي چې کرکټ بورډ کې څنګه کار شوی او څنګه دا اداره تر دې ځایه رارسیدلې؟ درېیمه خبره یې دا وه چې کرکټ بورډ اساسنامه او ستراتیژي نه لري، چې نه یې لري نو حکومت سره حقوقي ارزښت هم نه لري. دا ډېره غیر مسلکي ‌خبره وه؛ که کرکټ‌ بورډ حکومت کې حقوقي ارزښت نه لرلی نو څنګه هر کال دوه ملیونه ډالره بودیجه ورکوي‌، دا بودیجه له پارلمان څنګه تصویبېږي او ولسمشر ولې د بورډ مشران ټاکي؟ دا هغه څه دي چې د کرکټ‌ بورډ حقوقي شخصیت/ ارزښت تضمینوي. خیر، زه داسې څوک نه ملامتوم چې د کرکټ ادارې سره هېڅ نوع بلدتیا نه لري او نه یې هم بورډ ته پر ورته معتبر/ لوړ پوسټ کار کړی وي. لومړیو کې یې د خلکو د خوښولو لپاره خوږې او تمثیلي خبرې وکړې، هېوادوالو فکر وکړ چې سړی مسلکي‌ دی خو خبر نه وو چې ښاغلی مشر نه کرکټ پېژني، نه کرکټ‌ بورډ او نه هم عموم کې اداره.

راځم په تېرو شپږو میاشتو کې څه شوي دي‌؟

لومړی هغه پلان چې ما او زما کاري ټيم د ۲۰۱۷ میلادي کال لپاره جوړ کړی و تر اوسه پنځلس فیصده هم نه دی عملي شوی او نوي رییس کوم نوی پلان هم نه دی جوړ کړی. دلته لږ تشریح ورکوم، کرکټ بورډ نهه څانګې لري‌ (مالي څانګه، د عالي پروګرامونو څانګه، داخلي کرکټ څانګه، د پرمختیایي کارونو څانګه، د تدارکاتو څانګه، د میډیا څانګه، د مارکیټینګ څانګه، ای‌ ټي څانګه او اداري څانګه)، له ډلې یې پنځه ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي: (مالي، عالي پروګرامونو، داخلي کرکټ، پرمختیایي او اداري‌). دې پنځو واړو څانګو لپاره چې د همدې څانګو د مدیرانو لخوا د دوه‌زره‌اووه‌لسم کال لپاره پلانونه جوړ شوي دي هېڅ یا پنځلس فیصده تطبیق شوي دي. زما د مالوماتو پر اساس تر اوسه مدیرانو ته د کارونو اجازه یا اپروول نه دی ورکړل شوی او دې ته منتظر دي چې اساسنامه او سټراټیژي‌ د بورډ مېمبران راتصویب کړي. اساسنامه او ستراټیژي ما د بورډ مېمبرانو ته د دوه‌ زره‌ شپاړسم کال په مې میاشت کې ایمېل کړې ده، له بده مرغه تر اوسه یې نه ده تصویب کړې، دوه وارې پرې کلنۍ غونډې شوې دي او یو وار پرې عاجله غونډه شوې او اوس بیا نوي رییس پرې دوه ځلې غونډې وکړې خو بیا هم بې له کوم دلیله نه تصویبېږي. دا هغه څه دي چې له امله به یې نوي رییس کارونه درولي. موږ دا تشه داسې ډکوله چې د کرکټ د نړیوالې شورا له اساسنامې سره سم مې ټول کارونه پرمخ وړل.

مالي څانګه:

په مالي څانګه کې تر اوسه کوم زیاتوالی نه تر سترګو کېږي بده دا چې د نوي رییس د مرکو پر اساس کموالی ښودل کېږي. زه یو ځل بیا وایم چې زموږ بودیجه د کال ۲۰۱۷ لپاره اووه‌ لس‌ نیم ملیونه ډالره ده، خو دی وایي چې اته میلیونه ډالره ده. حساب داسې دی: شپږ نیم میلیونه ډالره د کرکټ‌ نړیواله شورا راکوي، دوه ملیونه حکومت راکوي، دیارلس لکه الکوزی شرکت راکوي، دوه نیم ملیونه ریزرف پیسې دي، یو ملیون ډالر الکوزي ‌شرکت په نړیوال جام کې د ویسټ انډیز لوبډلې تر ماتولو څخه وروسته د ولسمشر په هڅه موږ ته اعلان کړې، تر اوو لکو ډالرو له شپږیزې لاسته راځي، دوه نیم لکه ډالره یونسف د پولیو د اعلاناتو په بدل کې راکوي، د هلمند، کندهار، زابل، مزار او لوګر میدانونو لپاره تر درو میلیونو ډالرو منظور شوی رقم له اقتصاد وزارت څخه لرو (چې د هند له سل میلیوني ډالري مرستې به کرکټ بورډ ته ورکول کیږي.)‌ ځینې نورې پیسې چې تر اوسه یې اپروول نه و راغلی هم شته خو هغه باید له اپروول څخه مخکې حساب نه شي. د دې ټولو پیسو مکمل اسناد لرم او د کال ۲۰۱۷ بودیجه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تصویب شوې ده هم راسره ده.

د عالي پروګرامونو څانګه:

دې څانګه کې د ملي لوبډلو ټول کارونه پر مخ ځي‌، د لوبو لپاره کمپونه برابرېږي، د روزونکو، منیجر، فیزیو، ټرینر او لوبډلمشر راپورونه څېړل کېږي او د راتلونکې‌ لپاره لازم تدابیر نیول کېږي. دغه مدیریت د کرکټ بورډ تر ټولو زیاته بودیجه (دوه پنځوس لکه ډالره) لري، د لوبو بایللو عواقب او ضعیفې نقطې څېړي او پر دې کار کوي چې څنګه په ټوله لوبډله کې د ضعیفو نقطو او یا د یو یو لوبغاړي د ضعیفو ټکو د ختمولو لپاره کار وشي؟ چې راتلونکې کې لوبې په خپله ګټه تمامې کړي. داچې څومره کار پکې شوی او څومره د ملي لوبډلو په لوبو کې مثبت تغیر راغلی تاسو یې خپله وینئ. دلته یوه یادونه کول غواړم؛ د ډیزرټ جام (چې په دوبۍ کې وشو) او همدا شان د ایرلینډ لوبو لپاره ټول پلان له اوله جوړ و او کارونه یې خلاص وو.

د داخلي کرکټ څانګه:

هغه پلان چې د دوه‌زره‌اووه‌لسم کال لپاره د داخلي کرکټ لپاره جوړ شوی و، څه نا څه ښه تطبیق شوی دی، د شپږیزې پلان یې نمونه ده، څنګه چې ترتیب شوی و همهغه شان پلی شو؛ د لوبډلو او لوبغاړو بولۍ هماغسې تر سره شوې، چې پلان شوې وې. د دې کرېډېټ اوسني مشر او کارکوونکو ته باید ورکړل شي، خو چې شپږیزه پر خپل وخت نه کېږي، ډېرې ستونزې او تشویشونه پیدا کوي، د بېلګې په ډول که په سپتمبر کې ملي لوبډلې ته داسې لوبې برابرې شي‌ چې تر شپږیزې یې ارزښت زیات وي او د ادارې لپاره ښه لاسته راوړنه وي نو شپږیزه به نه شي ځنډول کیدای ځکه تر سپتمبر روسته به د کابل هوا سړېږي او کرکټ به نه کېږي. که دغه سیالۍ اګسټ کې هم تر سره شي نو ښه به وي، د اګست تر نیمایې کافي وخت دی، د شپږیزې ټول کارونه پکې تر سره کیدی شي. که داسې ونه شي نو بیا د داخلي کرکټ د یو ورځنیو لوبو ټورنمینټ او یو څو نورو ټورنیمنټونو لغوه کیدل هېڅکله توجیه کیدی نه شي. ځکه داخلي کرکټ د ملا تیر دی، کمول یې ناکامي او ډېرښت یې بریا ده. د داخلي کرکټ څانګه د دوه‌زره‌اووه‌لسم کال لپاره یو پنځوس ملیونه افغانۍ (له شپږیزې پرته) بودیجه لري.

د پرمختیایي کارونو څانګه:

نوموړې څانګه چې په هېواد کې د کرکټ لپاره د لوبغالو او اکیډیمیو جوړولو کارونه پر مخ وړي ډېره ارزښناکه ده، دې کال کې باید نوموړې څانګې د هلمند او زابل میدانونه جوړ کړي وای، د دغو لوبغالو بودیجه هم منظوره شوې خو بدبختانه تر اوسه یې کار نه لیدل کېږي. د دې تر څنګ باید د خوست کرکټ میدان کې د شلو زورو نورو نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه جوړ شوي وای، د دې لوبغالي د پراختیا قرارداد له شرکت سره په اکتوبر دوه‌زره‌شپاړسم کې شوی خو کار یې په نامالومو دلایلو ولاړ دی. د کندهار میدان تر څنګ یوه مجهزه اکیډمي، د کابل لوبغالي لېولېنګ، د اوبو سېستم، نوی چمن، وي ای‌ پي او سیمې وي ای پي ځایونه، د کرکټ بورډ نوی دفتر د ټرېنېنګ لپاره نوی تعمیر، د شپې لوبې لپاره لایټونه، د کمرو سټینډونه او پر اکیډمۍ باید کار شورع شوی وای. همداشان د بلخ میدان بیا رغونه، د کندوز میدان بیا رغونه، د لغمان میدان پاوېلین، د پکتیا میدان تر څنګ یوه مجهزه اکیډمي او د پاویلین پراختیا، د غازي امان الله خان میدان څلور طرفه دېوال، د سولر برېښنا سېسټم او پاویلین مجهز کول، په کندهار کې یو مېلمستون جوړول، د کنړ میدان کې یوه مجهزه اکیډمي او یو مېلمستون جوړول، د تخار، غزني‌، پروان، کاپسا، سروبي ، هلمند او کندهار پخوانیو اکیډمیو ترمیم او بیا رغونه، د دې ټولو کارونو لپاره پلانونه جوړ بودیجه منظوره شوې خو تر اوسه یې کارونه نه دي پیل شوي، د دې څانګې ټوله بودیجه د دوه‌زره‌اووه‌لسم کال لپاره نهه نیم میلونه ډالره ده.

اداري څانګه:

دې څانګې ته د دوه‌زره‌اووه‌‌لسم کال لپاره پوره دوه ملیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې خو تر اوسه یې کارونه ولاړ ښکاري. باید د ظرفیت لوړولو پلان شوي ورکشاپونه په داخل د هېواد او بهر کې پیل شوي وای. تاسو به تېر کال لیدلي ‌وي چې د مهمو څانګو ټولو مدیرانو په مسلسل ډول دوبۍ او سینګاپور کې د ظرفیبت لوړولو کورسونه او ورکشاپونه لرل، هماغه شان د نوي کال لپاره هم پلان شوي ‌ول. د دې تر څنګ باید نوموړې څانګې په ټولو زونونو کې ځانګړي دفترونه جوړ کړي وای، دا پلان شوي‌ دي، د زونونو څانګو ته یې ټول مصارف او کارمندان ګومارلي وای، بودیجه یې منظوره خو کار یې نه دی پیل شوی.

پر پورتنیو تیارو پلانونو او کارونو سربېره باید د کرکټ بورډ مشر/ ادارې د ملي لوبډلې لپاره په شپږو میاشتو کې یو یا دوه سېریزونه له بشپړ غړیتوب لرونکو ‌هېوادونو سره برابر کړي وای. دې برخه کې مو له بنګلادېش سره هوکړه کړې وه چې په دوه‌زره‌اووه‌لسم کې به افغانستان په دوبۍ کې د دوی کوربتوب کوي، دوی به د هغه سفر په بدل کې راځي چې تېر کال موږ ورغلي وو او درې یو ورځنۍ لوبې مو ورسره وکړې. د بنګلادېش سېریز ځکه مهم دی چې موږ کافي ګټه ترې ترلاسه کوو. دا لوبې سپتمبر کې پلان شوې وې او بودیجه یې منظور وه، خو له بده مرغه درک یې نشته. ایرلېنډ سره لوبې لغوه کول هم زموږ په زیان دي؛ د لوبغاړو وړتیا هله ښه مالومېږي چې په یورپ کنډیشن کې لوبې وکړي. هلته تیار له ایم سي سي سره لوبه لرو، ښه موقع وه چې تر اېم سي سي روسته مو ایرلېنډ سره لوبې کړې وای، ځکه تر اېم سي سي وروسته نېږدې وخت کې لوبې نه لرو.

له پاکستان سره یوه اونۍ کې درې وارې زموږ د کرکټ ډیپلوماسۍ تغیر به زموږ په زیان وي، عجیبه ده! د کرکټ بورډ عمومي‌ رییس یوه اونۍ کې د ننه یو ځل وویل چې پاکستان یو ناامنه هېواد دی او هلته لوبې نه شي کیدلی، زما د دقیقو مالوماتو پر اساس پاکستان یوازې یو ایمل ورته کړی چې موږ سره لیدنه وکړئ، په چټکۍ سره هلته تلل او هلته له خپلو خبرو تېرېدل، د لوبو اعلانول او بیا په همدې اونۍ کې لغوه کول ناسمه کرکټ ډيپلوماسي ده او زیان به یې کرکټ ته رسېږي، د تبصرې د اوږدیدا له امله به نورې خبرې بلې تبصرې ته پرېږدو.

د ویسټ انډیز سره د لوبو پر نیمګړتیاو چې له شپږو لوبو مې یوه وګټله او همدا شان د کرکټ بورډ په میمبرانو چې دوی څه مسولیت لري‌ او اوس څومره موثر او یا په ضرر دي‌ یوه بله تبصره له تاسو محترمو سره شریکه کړم،‌ همدارنګه تاسو ته باور درکوم چې زه بیا په دې دولت کې هیڅکله د کرکټ بورډ ادارې ته نه راځم، چې تاسو دا فکر هم ونه کړی چې ګني‌ زما تبصره عقدیي‌‌ده، نه بلکې ۲۰۱۷ کال پلان ته په هر ځای کې په کتو مې نوموړي‌ تبصره کړې ده.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.