دیني، سیرت او تاریخ

له ملحدینو څخه ۱۵ سوالونه

عبدالغفار جُبیر

نړۍ څنګه پیداسوه؟

ملحدین وايي چي دغه د نړۍ ټول نظام د د ارتقاء د عمومي نظریې (GTE) له برکته پیداسوه، تر بګ بینګ مخکي یوه ماده پیدا سوه، بیا د کلونو د تیریدو وروسته دغه د بګ بینګ پیښه رامنځته سوه، چي ټول نظام رامنځته سو.

۱: سوال: دغه لومړنۍ ماده چا پیدا کړه؟

۲: ایا داسي امکان لري چي هیڅ شی دي موجود نه وي او هغه شی پخپله موجود سي؟

۳: ددغې مادي د خپله پیدایښت لپاره ستاسو سره کوم عقلي او ساینسي دلیل سته؟

۴: په دغه ماده کي د خو ځښت اوحرکت توان چا پیدا کړ؟ که خپله وي، لطفاً یې معقول ساینسي دلائل وړاندي کړی.

۵: په هغه ماده کي دغه توان څنګه پیداسو چي چي نباتات هم ورڅخه پیداسوه، حیوانات هم ورڅخه پیداسوه، کهکشان او سیاري هم ورڅخه پیدا سوې او داسي نور… معقول ساینسي حقایق وړاندي کړی، نه صرف خیالي نظریه.

۶: دغې مادې څنګه دا توان پیدا کړ، چي ځینو ته روح ورکړ او ژوندي موجودات سول او ځیني بې روحه سول؟

۷: روح چا پیدا کړه؟

۸: که تاسي ملحدین په دې باور یاست چي انسان تر ټولو حیواناتو ښکلی او پرمختللی دی، ولي دغې مادې د کمتر مخلوق بیزو څخه پیدا کړ؟ ایا دغه ډیره بې انصافي نه ده؟

۹: که په انساني دنیا کي یو وړوکی ماشین مثلاً ټیپ ریکارډر، راډیو، هیړ ډرایړ او داسی نور… ووینو د هر ماشین سره یو لارښود ورسره وي، چي داسي استعمالیږي او داسي باید استعمال سي، ایا دغه ستر انسان بې لارښود راغلی دی؟

۱۰: بیزو له کوم حیوان څخه ارتقاء وکړه؟

۱۱: دغه انسان به بیرته بیزو کیږی، که ارتقاء ختمه سوه؟

۱۲: که ارتقاء جریان لري، له انسان څخه اخر څه شي جوړیږي؟

۱۳: که د ارتقاء نظریه ومنو، نو پکار خو داده چي هر شی د ارتقاء په مرحلو کي راغلی وي، ډبرو، نباتانو، او نورو په زرهاوو حیواناتو له څه شي څخه ارتقاء وکړه؟

۱۴: که ارتقاء رښتونې وي، ولي ارتقاء په دې ۱۰۰ میلیونو کلونو کي صورت نه دی نیولی؟

۱۵: که ماده خپله پیداسوې وي، ارتقاء پخپله صورت نیولی وي، باید ټوله نړۍ اقلاً په ۱۰۰ کلونوکي بدلېدلای، انسانان بدلېدلای، حیوانات بدلېدلای، کهکشان بدلېدلای ، نباتات بدلېدلای، ولي ارتقاء ختمه سوه؟

یادونه: ملحدین دي ددغو سوالو معقول ځوابونه په معقول ساینس سره راکړي، داسي نه چي صرف ساینسي تخیل او فرضیې وړاندي کړي، او جعلي د ارتقاء لپاره جوړ شوي فوسلونه وړاندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x