دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقه ((17 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۲۳: سوال: که چیري په خوله کي غوماشه، ګرځ او غبار ننوځي روژه څنګه ده؟
ځواب: که د یوچا په خوله مچ، غوماشه، غبار او ګرځ بیله اختیاره په ستونی او خوله کي ننوځي روژه نه په ماتیږي او که ئې قصداً دا کار وکړ روژه ئې ولاړه.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۱)

۱۲۴: سوال: په روژه کي ګلوکوز لګول څنګه دی؟
ځواب: که چیري ګلوکوز بې له کوم عذره ولګول شي روژه مکروه کوي او که ئې عذر وو او ګلوکوز ئئ ولګاوه روژه نه ماتوي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۴)

۱۲۵: سوال: په روژه کي مي خولې وینه وکړه، روژه مي څنګه ده؟
ځواب: که د یوچا د خولې څخه وینه راغله په دې سره روژه نه ماتیږي
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۴)

۱۲۶: سوال: غاښونه مي ویني کوي روژه مي څنګه ده؟
ځواب: که غاښونه وینه وکړی او هغه توک کړل شی او تیره نشي روژه نه ماتوي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۵)

۱۲۷: سوال: په روژه کي ټوله بدن غوړول څنګه دی؟
ځواب: که په روژه کي ټوله بدن غوړ کړل شي روژه نه په ماتیږي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۶)

۱۲۸: سوال: که په روژه کي یو څوک لړم، غالبوزه او نور.. ووهي روژه څنګه ده؟
ځواب: که چیری یو څوک زهرجن شی ووهی لکه لړم ، غالبوزه او نور… په دې سره روژه نه ماتیږي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۷)

۱۲۹: سوال: که یو چا د میر ګي ناروغي درلوده روژه یې څنګه ده؟
ځواب: که یو چا د میرګي ناروغي درلوده په دې سره روژه نه ماتیږي.
(آپ کې مسایل اوراُنکی حل ټوک ۳/ ۳۲۸)

نور بیا

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close