شعـــــرونه

مور/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

کمه راته نده له جنت غيږه
خداى راته راکړې درحمت غيږه

سل ځله دې مورې صدقه شمه
يې زمادمينې محبت غيږه

ځکه په خپل ځان باندې ډاډه يمه
اوس پورې لرم ستادنعمت غيږه

ده مې مدرسه او روزنتون مورې
ستاپاکه سپيڅلې دعفت غيږه

رب دې له رنځورې ورځې وساته
تل دې درسره وي دصحت غيږه

تاته په کتوکې جنتونه دي
يې درحمتو اومغفرت غيږه

مورې پښې تندى دې ښکولومه نن
نن خوراته پرانيزه سنت غيږه

شکرله نعمت نه يې محروم نه يم
شکرده لرم يې دخدمت غيږه

مورې مورې زړه دعزيزتل وايي
خداى راته راکړې دعزت غيږه
ـــــ
دتيرپه ليکه
ــــــــــــ
عزيزالله حسيني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x