افغانستان

طالبانو د کندهار پيښې په اړه د ملي امنیت راپور ناسم بللی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ ملي امنیت د کندهار د پيښې د تحقیقاتو راپور نشر کړ او په دغه چاودنه کې یې اصل کردار د ولایتي مېلمستون د اشپز وباله چې د خپلو شاګردانو په مرسته یې تر چوکیو لاندي بمونه ایښي وه او بیا یې د ریموټ په واسطه چاودنه ورکړه.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دغه کسانو ولي هغه وخت چاودنه ورکړه کله چې قومندان رازق د غونډې له ځایه ووتی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې دا راپور جعلي بللی دی .

نوموړي وویل چې د اشپز په نامه یو کس داسي اعترافات کوي لکه د استخباراتو له لوري چې په خوله کې ورکول شوي وي او په دغه چاودنه طالبان متهموي خو «موږ یوځل بیا هم په یاده پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لاس لرل په جدي ډول ردوو، دښمن هڅه کوي چې د خپلمنځي اختلافاتو او بدبینیو څخه توجه بلې خوا واړوي، او د مجاهدینو په ضد د پروپاګند وسائل برابر کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «ټول پوهیږي چې په داسې حساس ځای کې دومره پيچلی برید پخپله د دښمن د ځينو واکمنو کړیو کار دی چې د ځينو اشخاصو د حذف لپاره ترسره شوی».

باید وویل شي چې د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري میاشت کې پر لسمه نېټه د ولایت په مېلمستون کې هغه وخت چاودنه وشوه کله چې د متحده عرب امارات پنځه تنه دیپلوماټان او د خیریه موسسو مشران د والي او نورو جګپوړو چارواکو سره په غونډه بوخت وه. چې له امله یې د اماراتو د سفیر په ګډون پنځه دیپلوماټان د کندهار د ولایتي چارواکو په ګډون ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x