afghan war

دا یوازی د افغانانو ویاړ دی

بریطانیه او پخوانی شوروی اتحاد، د نړی دوه ستری امپراتوری الله تعالی د افغانانو په لاس ړنګی کړی او دریمه یی د ړنګیدو په حال کی ده. دا ستری امپراتوری د هغو خلکو په لاس ټوټی ټوټی شوی چی له سائنس او ټګنالوژی څخه بی خبره او د دوی په اصطلاح شډل خلک دی او داسی ښکاری لکه چی د تیږو په دور کی اوسیږی. خو له دی سره څه عجیبه صفات لری.

وایی یو انګریز یو ځل وزیرستان او ورسره نښتی سیمو ته سفر کړی و، هلته له ملکانو او نورو جرګه مارو سره یی خبری وکړی.

کله چی راستون شو نو خپلو مشرانو ته یی وویل چی په ظاهره ښکاریدونکی ساده خلک داسی پوهی او په دلیل خبری کوی چی زموږ د پوهنتونو حقوق پوهان او وکیلان هم دلایل نشی ورسره ویلی. د زړه ورتیا په اړه بیا سکندر مقدونی خپلی مور ته لیکی و چی: موری زه له داسی خلکو سره مخامخ یم چی له مرګ څخه نه ډاریږی. موری تا یو سکندر زیږولی خو ددی خاوری هر بچی دلته سکندر دی.

موږ د هر یرغل په کلکه مقابله کړی خو په نتیجه کی بیا له موږ څخه زیات نورو زموږ له کامیابی څخه ګټه پورته کړی. هر ځل مو د ننګ او توری میدان ګټلی، خو ثمره یی نورو تر لاسه کړی. روس ته مو شکست ورکړ خو د کوم هدف لپاره چی دا قربانی ورکړل شوی وی هغه مو تر لاسه نکړای شو. بلکه له موږ څخه نورو زیاته استفاده وکړه. د برلین دیوال ونړید، جرمنی بیرته سره یو شو. د منځنی اسیا ملکونو آزادی حاصله کړه. پاکستان اتوم بم جوړ کړ. د منځنی ختیځ عربی هیوادونو څخه د کمونیزم وریځی لری شوی. د امریکا او غرب یو لوی دښمن له مینځه لاړ. لنډه دا چی ټولی نړی څه نا څه ګټه وکړه خو موږ………….

حتی زموږ د خپلو غلطیانو او کمزوریو په وجه دا اعزاز هم له موږ څخه نورو د اخستلو کوشیش وکړ چی ګواکی شوروی اتحاد ته افغانانو ماتی ورکړه. بلکی داسی تبلیغات وشول چی شوروی اتحاد ته مجاهدینو سره نورو مرسته کوونکو هیوادونو ماتی ورکړی. که د بهرنیو هیوادونو مرسته نه وای نو افغانانو داسی لوی قوت ته ماتی نشوه ورکولی. دا د دوی مالی او نظامی مرستی وی چی سری لښکری یی ټوټی ټوټی کړی. پکار خو دا و چی د داسی تبلغاتو مخه نیولی شوی وی. د الله تعالی د کومک او نصرت شکر مو ادا کړی وای او دا بریا مو ځان پوری منسوب کړی وای. لاکن متأسفانه بعضی افغانان هم د خپل حیثیت او وقار په ساتلو کی پاتی راغلل.

حقیقت دا دی چی الله تعالی غوښتل چی نړی ته وښیی چی جنګونه په وسایلو او ټکنالوژی نه ګټل کیږی بلکه د الله تعالی په فضل او نصرت سره ګټل کیږی. جنګ کلک عزم او همت ته اړتیا لری. د روس د وخت تاریخ وګوری افغانانو د جهاد پیل له تبر، کلنګ او زړو ټوپکو څخه وکړ. دوی سره هیڅ هم نه و. کلاشنکوف او نوری عادی وسلی بیا وروسته راپیدا شوی. له دی خبرو څخه زما مطلب دا نه دی چی موږ مادیاتو، وسایلو او سائنس ټکنالوژی ته شا کړو بلکه د وسایلو درلودلو سره سره د الله تعالی څخه د فضل او نصرت غوښتنه وکړو.

یو ځل بیا الله تعالی وغوښتل چی دنیا ته وښیی چی په حق لار کی ولاړ وړوکی لښکر د باطل لوی لښکر ته ماتی ورکولی شی. د نړی پنځه څلویښت هیوادونو په افغانستان یرغل وکړ. دا جګړه د روس له جګړی سره ډیر تفاوت لری. نه خو پدی جنګ کی امریکا له مجاهدینو سره ولاړه ده، نه پاکستان یا ایران او نه هم کوم بل هیواد. د مجاهدینو نه په داخل کی ځای شته نه په خارج کی. اوس باید نړیوال او په خاصه توګه مسلمانان په دی قوی یقین ولری چی شکست او کامیابی د الله تعالی په لاس کی ده.

نن ورځ خو په ظاهره هیڅوک هم دا نه وایی چی موږ له مجاهدینو سره مرسته کوو یا مو کړی ده. خو زه ډاریږم چی هسی نه سبا د افغان ولس دا سرښندنی او قربانی هم نور ځآن پوری وتړی. له همدی امله د ننیو قربانیو په هکله افغان ولس ته معلومات ورکړل شی او د جنګ تاریخ په مفصل ډول ولیکل شی.

انعام الله احمدزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د