افغانستان

د تخار په مرکز تالقان کې لوی اور لګېدلی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د تخار په مرکز تالقان کې لوی اور لګېدلی چې کرار کرار پسي پراخیږي.

د سیمي څخه عیني شاهدان وایی چې اور لومړی د لرګیو په یوه سرای کې ولګېد خو وروسته د تیزي هوا او پر وخت د اور نه قابو کېدو له وجې نور پسي پراخ سو.

ویل کیږي چې تر اوسه په اور کې ۵۰ دوکانونه سوځېدلي دي او وېره ده چې په بازار کې به نور دوکانونه او کورونه وسوځي.

د ښار خلکو پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره هلیکوپټر را ولیږي تر څو د هوا له لاري پر اور اوبه واچول شي او مړ شي، کنه اور به نور هم پراخ شي او نور زیان به هم واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x