نړۍ

د سعودي مشهور عالم «محمد العریفي» هم د خپل هیواد ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د سعودي مفتي او کعبې شریفي د امام قاري سدیس وروسته «محمد العریفي» هم د قطر پر خلاف د خپل هیواد ملاتړ وکړ.

نوموړي پر خپل ټویټر ولیکل: «د قطر په مشرتابه کې زما وروڼو، راځئ سمې خبرې ته، اوس هم مونږ ستاسو څخه د خیر امید لرو، له ځان شیطان لیري کړئ، خپل غیر واضح سیاست ته دوام مه ورکوی».

نوموړي همداراز په یوه بل ټویټ کې لیکلي: د قطري قیادت څخه غواړم چې د سعودي او ټولو هیوادونو سره واضحه سیاسي تګلاره غوره کړي، او نوې پاڼه خلاصه کړي چې پر رشتیا او د نورو په کورنیو امورو کې مداخله په کښي نه وي.

په یوه بل ټویټ کې وایي چې څوک د سعودي پر ضد دسیسې جوړوي، د هغه سره په بې طرفۍ تعامل کول مناسب نه دی، په اوس وخت کې په خوله جهاد واجب دی.

نوموړي همداراز د ملک سلمان څخه مننه کړې چې د قطر د محاصرې وروسته یې یو ځل بیا هغو کورنیو ته د تګ راتګ اجازه کړې چې سعوديانو سره خپلوي لري.

باید وویل شي چې شیخ العریفي په قطر او عربي نړۍ کې ډېر شهرت لری او تر اوسه پوري د سعودي او قطر تر منځ په شخړه کې چوپه خوله وو خو دا لومړی ځل دی چې د خپل هیواد د سیاست ملاتړ کوي او قطر د سعودي په کورنیو چارو کې په مداخلو او غیر واضح سیاست تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

ياعربفي ماذاتريدمن الامريكاليسه عندكروبيات امشئ آخر اترك قول ضعيف

نا پيژاند

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته حزنت وحزنت وحزنت جدا لماسمعت قول العريفي والله حزنت ياشيخ العريفي صاحب لاتكن ك گلبدن خمسة اوعشرة ايامك باق ثم بعده الموت الموت الموت

نا پيژاند

يا عريفى ان نترك الجهاد فا الحالات بعده لافى وسعنا أن نصبر عليه أن بناتنا وأمهاتنا يرقصن امامنا

عبدالواحد اڅګزۍ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ .الماءده-۵۱معنی:اۍ مؤمنانومه جوړوی یهود او نصارا دوستان ځنی د دوی دوستان دی دځنو– اوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نو بیشکه هغه له دوی نه دی بیشکه الله هدایت نه کوی قوم دظالمانوته.زه پدی نه پوهیږم چه دادونه مشهور عالمان هم ځانونه بولی دقرآنه ناخبره دی آیااسرائیل پرمسلمانانوعربوظلم دامریکا په کومک نه کوی،آیاداقرآن په عربی ژبه ندۍ آیادوی دالله پر قدرت باورنه لری دامریکاقدرت بهترپربولی ،دالله قدرت واضح پرافغانی مجاهدینو ښکاره دی چه نه سعودی غوندی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x