MichaelSemple

ایا تاسو مایکل سمپل او دهغه ګوند پېژنۍ ؟ ډاکتر رحمتيار

مایکل سمپل چې په انګليسي حروفو يې نوم Michael Semple  ليکل کيږي، دده پېژندګلوي دده له نظره او د لويديوځو رسنيو له نظره د افغانستان د چارو سياسي کارپوه، د طالبانو په اړه معلومات لرونکی شخص، او د افغانستان د سولې اړوند کار کوي. دا رنګه دده په پېژندګلوي کي داهم راغلي چې د طالبانو، پښتنو او سياسی افغانانو پېژندونکي څیره ده،  په افغانستان کي له ۱۹۸۹ ز کال راهيسي کار کوي، د اروپايې اتحاديې ځانګړی نماينده د افغانستان له پاره ؤ،  د افغانستان د ستونزو او مشکلاتو اړوند څيړنه کوي،

دا ډول له طالبانو سره مخامخ خبري کوي، دده سياسي پوهاوي، د افغانستان او پاکستان د ټولنو پېژنده، او د قومونو پېژندنه ده ته زيات اعتبار ورکړی دی. د افغانستان د سياسي تاريخ دا ډول د افغانستان د اوسنی سياسي حالت څخه پوره معلومات لري. ټولو لورو ته لاسرسی لري، طالبانو، افغان حکومت او نړيوالي ټولني ته، تر څو خپل نظريات ورسره شريک کړي، او دهغوئ نظرونه واوري.

 مایکل  ایرلنډی دی، د افغانستان او پاکستان اړوند دده نظرونه او څپړنو ته لويديځې رسنۍ ډیر اعتبار ورکوي، له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۷ په افغانستان کي د اروپايې اتحاديې مرستيال او ځانګړی استازی پاتي شوی، ترهغه وخت پوري چې د افغان حکومت له خوا له افغانستان څخه وشړل شو

مایکل په دري روانې خبرې کوي، په افغانستان او پاکستان کي يې ۲۵ کلونه ژوند کړی دی.

مایکل  د ملګرو ملتونو په اداره کي د سياسي چارو د مشر په صفت هم په افغانستان کي کار کړی دی، د طالبانو په وخت او بیا د جمهور رئيس کرزي په وخت کي په افغانستان کي اوسيدلی دی.

ځان ته مسلمان وايې، وايې چې زه شيعه مسلمان یم، سني نه یم.

مایکل سمپل چې پخوانی آیرلنډی ډيپلوماټ دی کله چې يې د ملګرو ملتونو په اداره کي کار کاوه، د افغان حکومت له خوا په دي تور چې له طالبانو سره اړيکي لري له افغانستان څخه وشړل شو.

 په ۲۰۰۲ کال کي  په اسلام آباد کې د يوناما (د ملګرو ملتونو سياسي دفتر)  دفتر دلارې  د المانی تبع توماس روټیګ   Thomas Ruttig  لخوا د ځينو افغانانو سره اړيکې نيول شوې او اسلام آباد ته غوښتل شوې.

توماس روټیګ اوسمهال د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې   Afghanistan Analysts Network (AAN)   ګډ رئيس او مشر شنونکی دی، د افغانستان اړوند مسايلو باندي له ۲۵ کلونو راهيسي کار کوي، په افغانستان  او پاکستان کې يې دننه ۱۰ کلونه تير کړي دی. په پښتو او دري اسانه خبرې کوي، له ۲۰۰۹ کال څخه د افغانستان د تحليلګرانو شبکې په اداره کې کار کوي.

په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د انسما دفتر کې يې له مايکل سمپل سره يوځای کار کړی، د اضطراري لويې جرګې په اجنډا کې يې مهم رول لوبولی، وروسته په اسلام آباد او ګرديز کې  د ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۳ ز کال پوري د يوناما دفتر مشر پاتي شوی، ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۴ پوري د اروپايې اتحاديې د ځانګړې استازي مرستيال، ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۶ پوري په کابل کې د جرمني سفارت سياسي سلاکار،  وروسته يې د بې طرفه شنونکې او ليکوال په نوم لیکنې پېل کړي چې ډیرې مهمې څيړنيزي ليکنې يې اوسمهال د افغان تحليلګرانو شبکې په بريښنايې پاڼه کې ليدل کيږي.

توماس روټيګ  غوښتل شؤ افغانانو ته ويلې ؤ  چې دلته اسلام آباد کي څو تنه افغانان دی د ډيموکراسي تر نوم لاندي جبهه جوړوي، تاسي هم ورسره مرسته وکړئ.

جاويد کوهستانی، صبغت الله سنجر او ځینې نور افغانان  مخکې له مخکې هلته په اسلام آباد کې  ؤ، د  حزب اسلامي دوه تنه  چې  يو يي انجنير عثمان ؤ  اوبل کس هم د لوګر اوسيدونکي ؤ دغه دواړه کسان هلته ول، ددوئ له ډلې يو تن يې وايې چې موږ ښايسته هوټل ته ولاړو، هلته د هوټل په سالون کي تقريبا ۳۰ کسان ؤ، په دغه مجلس کې د جبهې او ډيموکراسي مربوط خبري وشوي، له ټولو حاضرو کسانو څخه د ډيموکراسي په جبهه کي د رسمي غړيتوب غوښتنه وشوه، ډیرو يې ومنله، يواځې يو يا دوو تنو د رسمي غړيتوب غوښتنه ونه منله.

په هوټل کي له مجلس وروسته سبا ورځ په اسلام آباد کي د سويډن سفارت مجلس جوړ کړ، د ډیرو نورو سفارتونو نماینده ګان هم ورته راغلي ؤ، افغانانو خبرې کولې او ویل به يې چې موږ ډیموکراټان يو.

د جرمنې سفارت ډيپلوماټ روز رايټ هم موجود ؤ، له ځینو افغانانو څخه يې په ځانګړي ډول  پوښتنه کوله  چې تاسي څه واياست؟

هغوئ ورته وویل چې افغانان په هيواد کي دننه دي، او هغه کسان چې په بهر کي وې افغانان د شک په سترګه ورته ګوري، ښه خبره داده چې لويديځ هيوادونه د افغانستان په اړه په خپلو تګلارو کي مثبت بدلون راولي

د سويډن سفارت کي تر مجلس کولو وروسته  څو تنه افغانان په اسلام آباد کي يوې لويې ښايسته حويلۍ (کور) ته بوتلل شول، په دغه  ډله کې جاوید کوهستاني هم  ؤ، دوئ ویل چې  د پاکستان د ځينو ډيموکراټو ډلو له خلکو سره مجلس لرو.

مايکل سمپل چې ژیره يې لرله په حويلۍ کي ناست ؤ، څلور تنه پاکستانيان او يوه ميرمن ورسره ناست وه، د مايکل سمپل ښځه هم پاکستانۍ ده.

ویل کيږي چې د يو پخواني تقاعد شوې پاکستاني جنرال لور يې ميرمن ده، چې هغه پاکستاني بله لور مشهور برتانوي جان بټ ته ورکړي.

جان بټ هم وايې چې مسلمان شوې، او په وروستو کلونو کي يې په ننګرهار ولايت کي يوه مدرسه هم جوړه کړي وه، د ننګرهار ځینې علماء ورسره يوځای ؤ، او شيخ الحديث جان بټ به يې ورته غږ کاؤ.

مايکل سمپل یو اطاق ته ننوتی، زموږ افغانان يو یو جلا جلا دهغه اطاق ته ننوتل، او لږ وروسته به بیرته راووتل.

جاويد کوهستانی نورو افغانانو ته د سمپل په اړه معلومات ورکول، هغه ویل چې دا يو انګريز دی، ۱۶ کلن ؤ چې افغانستان ته راغلی ؤ، ډیر افغانان يې پېژنې، مهم سړی دی.

کله چې يي له سمپل سره وليدل، ورسته  وخت بيا جاويد کوهستاني وویل چې کار موږ کؤ، پيسې نورو خلکو ته ډيري ورکوي

د طالبانو د ماتې وروسته جاويد کوهستانی له پاچاخان ځدراڼ سره يو ځای خوست ته راغلل، او په ګډه يې د طالبانو د ماتې په پروژه کي کار کاؤ.

دافغانستان د جمهوري خواهانوګوند    Republican Party of Afghanistan د طالبانو په وخت کې تاسیس شوې او په زیرزمينې ډول يې په کابل کې کار کاؤ، صبغت الله سنجر يې مشر ؤ، ډیری کسان چې دمایکل سمپل او توماس سره يې په ګډه کار کاؤ، د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای شوې ؤ، ددغه ګوند ښځينه غړو هم  په کابل کې د طالبانو په وخت کې په پټه جوړيدونکو غونډو کې برخه اخستله.

د طالبانو وخت کې يواځينۍ سياسي ډله وه چې فعاله وه، دوی جمهوري خواهان دی خو اجنډاء يې ډيموکراټيکه ده، له جهادي ډلو سره تړاو نه لري، لیبرال او چپيان سره يو ځای شوې.

د افغانستان د اردو يو بل جنرال وايې چې د مايکل سمپل سره ځينو جګپوړو افغان چارواکو ځانګړې رابطه لرله، چې په دي ډله کي د هغه وخت د پکتيا والي رحمت الله رحمت ، عبدالهادي  د کورنيو چارو لومړی مرستيال او وزارت ته کانديد، او جنرال خدایداد د نشيې توکو سره د مبارزي وزير ؤ.

د  افغان اردو پخوانی جنرال وايې چې مايکل سمپل د ۱۹۳ میليونه ډالرو پلان جوړ کړی ؤ، چې د طالبانو په ليکو کي يې مصرف کړي، او طالبان خپل کړي، په پټه ليدنې ورسره وکړي، خپلې غوښتنې پرې ومني، او د طالبانو له اصلي ډلې څخه يې جلا کړي.

د مايکل سمپل او د افغان جګپوړو  چارواکو تر منځ اړيکي د امريکا استخباراتو ښکاره  کړل، چې بيا يې د جمهور رئیس کرزي په واک کي دغه معلومات ورکړل، افغان دولت د مايکل سمپل له شړل کيدو سره  دهغه سره اړیکي لرونکي افغان چارواکي هم له دندو ګوښه کړل.

د ولسي جرګې يو پخوانی غړی وايې چې مايکل سمپل د انسما (د یوناما پخوانی نوم ( United Nations Special Mission to Afghanistan (UNSMA) په دفتر کي کار کاؤ، نوموړی دفتر د شیرپور او وزیر اکبرخان څلورلاري ته نږدې ؤ، داسي ویل کيدل چې دا د کومې ځانګړې جاسوسي شبکي دفتر دی.

 د ولسې جرګې دغه پخوانی غړی وايې چې زه په پېښور کي د قومي شورا غونډې ته دعوت شوې وم چې:

د طارق په نوم يو کس راغی، انجنیر دی، اصلي نوم يې عثمان او د لوګر ولايت اوسيدونکی دی، خلکو داهم ویل چې انجنیر عثمان د کابل کانټيننټل هوټل او د ملامحمد عمر آخند د فتر د انټرنيټ سيسټمونه عيار کړي ؤ، ده هم ویل چې زه د مشر ملاصاحب سکرټر وم.

یو موثقه سرچينه وايې چې انجنير عثمان چې ځينې ملګرې يې وايې چې پخوانۍ شعله يې ؤ، کله چې په افغانستان کي د ګوندونو تر منځ خپلمنخې شخړي پېل شوې، له اسلامې حزب سره يوځای شو، هلته ښاغلي حکمتيار ته ډیر نږدې شو، او د اسلامي حزب په اطلاعاتو (استخباراتو) کي يې دنده لرله.

په مخابراتي سیسټم او د ماينونو په عيارولو کي يې ځانګړتيا لرله، په چهار آسیاب کي د حزب اسلامي له امیر ګلبدين حکمتيار سره اوسيدی.

کله چې طالبانو چهار آسیاب ونيو، د لنډې مودې له پاره انجنیر عثمان نه معلوميدی،د انټرنيټ په برخه کي يې زده کړي کولي، يو وخت کابل ته راغی، دخپلو پخوانيو ملګرو د اسلامي حزب له کسانو سره يې وليدل، هغوئ د اطلاعاتو کلتور وزارت په غوښته چې د انټرنيټ کارپوه ته يې اړتيا وه معرفي کی، ډیر ژر انجنیر عثمان کندهار ته وليږل شو، تر څو د طالبانو د مشر ملامحمد عمر آخند د دفتر د انټرنيټ چارې سمبال کړي، داسي هم ويل کيږي چې وروسته د ملامحمد عمر آخند سکرټر وټاکل شو.

د ولسې جرګې پخوانی غړی وايې:کله چې د طالبانو نظام سقوط وکی، امریکا پر افغانستان حمله وکړه، انجنير عثمان له هغه وروسته له سور صلیب سره کار کاؤ، په پېښور کي يې د قومي غونډې پر مهال زما سره پېژندګلوې وشوه.

د طالبانو د نظام د له منځه تلو څخه وروسته، په لومړي کال طارق ماته کورته راغی، ویې ویل چې طالبان له سيمو څخه ؤتل خو اوس به د شمال ټلواله ګډوډي جوړوي، او زموږ خلک به ځوروي او په تکليف کوي، راځئ چې د هيواد دننه خپلو سيمو ته ولاړ شو او هلته د خپلو خلکو له پاره کار وکړو

په کابل کي د بيړنۍ لويې جرګې کارونه روان ؤ، قاسميار پکي مخکښ ؤ، مايکل  سمپل هم د جرګې په کارونو کي مهم رول درلود، همدلته هم له دوی سره انجنير عثمان ملګری ؤ.

معراج الدين پټان چي بيا په وروسته وخت کي دغزني والي شو، هغه هم ورسره ؤ، معراج الدين پټان د استاد وليد او انجنير عثمان د طارق په نومونو غږ کاؤ.

د همدې انجنیر عثمان په معرفت مايکل سمپل زما سره هم شناخته شو، او له هغه سره د توماس (په پښتو او دري رواني خبرې کوي) په نوم بل بهرني هم ؤ، چې مجلس مو سره وکړ.

مايکل سمپل او توماس  چې دواړه روانه درې وايې د بيړنۍ لويې جرګې اجنډا به دوی جوړوله.

هر ماښام به مایکل سمپل، توماس روټيګ، قاسميار، وليد او طارق ماښام يو وړوکي اطاق ته ننول او د بیړڼۍ لويې جرګې د سبا ورځې له پاره به يې اجنډا جوړوله.

د وليد په نوم معراج الدين پټان مړ شو، د طارق په نوم انجنير عثمان هغه وخت چې مايکل له افغانستان څخه وشړل شو، وروسته مصر ته ولاړی، وايې چې اوس شيخ يم.

عجيبه ده، ډیری دغه ډول شېخان د جان بټ په شمول د الازهر پوهنتون ته ولاړشي او موده وروسته شېخ شي.

انجنیر عثمان   Mohammad Osman Tariq او قاسم حليمې   چې دواړه نږدې انډيوالان دي، په اشيا فونډيشن کي کارکوي، ددوی بل نږدې ملګری استاد ابوالاحرار دی، دکابل پوهنتون کي استاد ؤ، دوه کاله وړاندي يې د سمپل له خوا په دوبۍ کي په جوړه شوې کنفرانس کي د  حزب اسلامي په نمايندګي ګډون کړي ؤ، او بل نږدې ملګري يې هم استاد نصرالله ستانکزی دی.

پاتې دي نه وي چې په پېښور کي به د انجنیر عثمان کورته وينډرل او ځينو سفارتونو ډيپلوماټانو هم تګ راتګ کاؤ.

مايکل سمپل د طالبانو د حکومت پر مهال د باميانو په ولايت کي ډیر وخت کار کړی، او دهغوئ سره ډیره علاقه او دلچسپي لري.

د ولسې جرګې پخوانی غړی وايې چې مايکل سمپل موده وروسته په حيات آباد کي يو دفتر پرانست، زه په پېښور کي وم، د افغانستان له داخل څخه يې ټليفون راته وکړ، وعده مو وکړه چې سبا به ووينو، مایکل سمپل او يو بل افغان شیرزمان په ټاکلي وخت په پېښور کي مهمند روغتون ته راغلل، هلته مو سره وليدل، ماته يې وويل چې زموږ شپه په لغمان کي وه، ډیر وختې چې شپه لا تياره وه، د جلال آباد او پېښور پر لور مو حرکت راوکړ، زه هم حیران شوم چې په دغه ناامنه شرايطو کي په لغمان کي ناوخته وخت او شپه، بيا سهار په تياره کي د لغمان څخه حرکت کول، او سهار لس بجې پېښور ته رارسيدل، دا ټول راته عجيبه ښکاريدل.

د ولسي جرګې پخوانی غړی وايې چې بل ځل مې مايکل سمپل په ننګرهار کي وليد، هغه راته وویل چې کوم خواته ځي، ومې ویل چې پېښور ته، مايکل وویل چې زه هم پېښور ته ځم، زما سره به يوځای ولاړشې، موږ پېښور ته ولاړو، کله چې تورخم ته ورسيدو، د پاکستان په خاوره کي به يې له مایکل سره د يوې پوستې (تاڼې) څخه تر بلې پوستې پوري يو پولیس د امنيت له پاره ملګری کاؤ.

مایکل  وویل چې په پېښور کي ځینې افغانان دي، که ستاسي خوښه وي هغوئ ستاسې کورته راغواړم او مجلس ورسره کوم، لږ شيبه وروسته يې وویل چې اوس ځم، که چيرته ستاسي کورته راتلو بيا ټليفون درته کوم.

بله ورځ ډیر ناوخته راغی، وارخطا ښکاريدی، مایکل راته وویل چې :

د پاګلانو ګوند مې جوړ کړی دی، هغه وویل چې د طالبانو يوه ډله مې جوړه کړي، نوم مې پرې د پاګلانو ايښی دی، هغوئ په رښتيا هم پاګلان دي.

مايکل  عجيب نادرې کولي، وروسته يې ماته وویل چې د اتحاديې مشر وينډرل ستاسي ولسوالي ته ځي، که تاسي هم ورسره ولاړشئ؟ غواړي هلته له ځينو خلکو سره وګوري، ورته مې وویل چې په دغسي نا امنه شرايطو کي ستاسي بهرني رئيس زموږ سيمې ته دهغه تګ؟ مايکل وروسته وویل چې سمه ده، زه درسره ځم، بيا زما سره زموږ سېمې ته چې ډیره نا امنه هم وه، ولاړی، په لاره مې ورته وویل چې که طالبانو مخه نيولي وي، او په لاره کي راوتلي وي، مايکل سمپل وویل چې زه له طالبانو سره بلد یم، پر ما کار نه لري، بېغمه اوسه، تشویش مه کوه، موږ خپلې ولسوالۍ او سيمې ته ورسیدو، هلته يې د سیمې د خلکو سره وکتل، او د حکومت په اړه يې نظر منفي ؤ.

مايکل په هلمند  او کندهار کي ډيرې هڅې وکړي چې په يو اوبل نوم افغانان قانع کړي چې دده سره د طالبانو سره د اړيکو په ټينګولو کي کار وکړي، چې په دي لړ کي يې په کندهار کي له ځينو مشهورو خبريالانو څخه هم غوښتنه کړي وه، ولي بريالی نه شو، چې داسي کسان پيداکړي چې دده په درد وخوري.

یوه خبریال راته وویل چې یوه ورځ راته دکندهار دسپین بولدک ولسوالي اوسېدونکي (شيردلي ) چې په قوم نورزی ؤ، په کوټه کي يې  ژوند کاوه،   تلیفون وکړ، هغه راته وویل چې مايکل غواړي‌له تاسو سره وویني ، خبریال وايي چې ما ورته وویل چې زه له مایکل سره نه پېژنم هغه سره به څه خبري کؤ او که کومه خبري موضوع وي راته ووایاست .

شیردلي ټینګار وکړ چې مایکل دسولې په پروسه کي کار کوي‌او غواړي‌چې په دې تړاو ستاسو نظر واوري . دی وايي چې ما وخت ورسره وټاکی، دکندهار په نوي‌ ښار کي دایران او هند دسفارتونو ترشا یوې لويي بنګلې ته وروبلل شوم . عجیبه داوه چې هلته نور هیڅوک نه ؤ یوازي ‌مایکل او شیردلی ؤ. دواړو مي هرکلی وکړ او بیا وروسته مایکل یوې ژوري زېرخانې ته کوز کړم.

دمایکل غوښتنه داوه چې له طالبانو سره اړیکي ‌راته جوړې کړه ، خبریال وايي‌ما ورته وویل چې دلته تر مانور دمهمو رسنیو خبریالان شته چې له طالبانو سره پېژني هم او کيدای شي مرسته درسره وکړي‌ ته له هغوئ سره ووینه زه دا کار نشم کولای،  زه یو عادي‌خبریال یم . مایکل سمپل راته وویل چې  ته به خامخا له موږ سره مرسته کوې او ددغې مرستي‌په بدل کي به موږ تاته تنخوا درکؤ، او هغه تنخوا به ستا تر اوسنۍ تنخوا څوچنده زیاته وي‌. خبریال وايي‌ ما ورته وویل چې زه خبریالي نه خوشي کوم او دادنده مي‌مسلک دی ،خو سمپل راته وویل چې موږ هم نه وایو چې ته خبریالي خوشي کړه ،ته دواړه کاره کوه او ډېر تمرکز دي ‌هم په خبریالي کوه یوازي زموږ پېغامونه تر طالب مشرانو رسوه ، خبریال وايي‌چې ما له هغه نه دسوچ کولو په بهانه لار پیدا کړه او بیرته راغلم ،بیا چې هرڅومره مایکل سمپل له ماسره دلیدلو هڅه وکړه ومي نه لیدلو.

دغه خبریال وايي‌ چې ماته نه برېښي چې دطالبانو مشرانو دي له مایکل سره اړیکي لرلې خو بیا هم د مایکل سمپل له خولي هغه خبرې چې ده ویل د طالبانو له يوه قومندان سره يې مرکه کړي په ډیره بیړه لويديځو رسنيو راواخستلي، ویل شوې ؤ چې طالبان له جګړې ستومانه شوې او نه غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته جګړه وغځوي او کورنۍ جګړه د بهرنيانو له وتلو وروسته پېل شي.

مایکل  ويلې ؤ چې طالبان خبرو ته تمايل لري چې له حکومت سره خبرې وکړي.

مایکل په خپلو مرکو کي  داهم ويلې چې د طالبانو ځينو مشرانو منله چې د اسامه بن لادن او القاعده سره د طالبانو يوځای کيدل د طالبانو د مشرتابه لویه تيروتنه وه

مایکل وایې چې طالبانو په خپلو مرکو کي راته وویل چې له کرزی سره ځکه خبرې نه کوي چې هغه بې واکه او په فساد کي ککړ دی

دا ډول وايې چې طالبان د لږ بدلون سره اوسنی اساسي قانون هم مني

وايې چې طالبان د امريکايې پوځيانو او اډو منلو ته هم تيار دی، يواځي غواړي چې په راتلونکي کي امریکا  ورسره اقتصادي مرسته وکړي

مایکل وايې چې طالبان پوهيدلي دی چې ددوی د زاړه مشرتابه ځای  بايد نوی مشرتابه ونيسي

مایکل د طالبانو له خولي ویلې چې د جنګ  د لاري د طالبانو کاميابې نا ممکنه ده او دا به يوه معجزه وي چې طالبان جګړه وګټي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مايکل سمپل پورته خبري او له مجهول طالب سره د هغه مرکه په خپل وخت سره رد کړه.

مایکل د طالبانو د حکومت پر مهال  د افغانستان په شمالي او مرکزي سيمو کي د مرستو رسولو په پروګرام کي له اکسفام موسيسې سره کار کاؤ. په هغه وخت کي يې د طالبانو ځينې تصويرونه اخستي ؤ چې بيا يې هغه عکسونه د بشر دحقوقو ادارو ته ورکړل، دغه کار طالبان اړ کړل چې هغه او ماروين پیترسن له افغانستان څخه وشړي

د ۲۰۰۱ ز کال د بدلونو څخه وروسته ډیر ژر مايکل سمپل بيا افغانستان راغی او د لخضر ابراهيمي له خوا د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د افغانستان په چارو کي سلاکار وګمارل شو، د بیړنۍ لويې جرګې په جوړولو کي مایکل محوري رول درلود.

سمپل په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ ز کلونو کي د هلمند نا امنه ولايت ته سفرونه درلودل، داسي راپورونه هم رسنيو خپاره کړل چې هغه د طالبانو له  ځينې مهمو  قومندانانو سره اړيکه کي ؤ.

ویل کيږي چې په ۲۰۰۶ ز کال کي چې د موسی کلا ولسوالي د طالبانو يوه قومندان ملا عبدالسلام ته ورکول شوه، په دغو مذاکراتو کي هم مايکل  مهم نقش درلود.

د موسی کلا ولسوالي معاملې په ښکاره امريکايان د طالبانو قومندان ملا عبدالسلام ته غوسه کړل، په داسي حال کي چې دغه کار د برتانويانو په شتون کي وشو، او هغوئ په دي کار سره راضي ؤ.

د ۲۰۰۷ کال په وروستيو کي د انګلستان لومړي وزير وویل چې موږ له دي وروسته د طالبانو څخه د لويو ډلو د جلا کيدو تمه لرو، د طالب قومندانانو جداکيدل له طالبانو څخه به طالبان کمزوري کړي او باالاخره به طالبان مجبوره شي چې د سولي خبرو ته غاړه کیږدي، په دغه وخت کي پر موسی کلا پراخ عمليات هم شروع ؤ.

يواځي ملا عبدالسلام چې د طالبانو قومندان ؤ په موسی کلا کي له طالبانو څخه جلا شو، له هغه وروسته د طالبانو قومندانان له دغې ډلې څخه په موسی کلا او د هلمند په نورو سيمو کي جلا نه شول، چې په وروسته وختونو کي ملاعبدالسلام هم له طالبانو پر جلا کيدو پېښمانه ؤ.

د ۲۰۰۷  کال د ډيسمبر مياشت کي چې د مايکل  سمپل  Michael Semple او ماروين پترسن Mervin Patterson  سفرونه هلمندته ، هغه وخت  د امريکا د استخباراتو له خوا افشاء شول چې د مایکل پروژه  ددوی له نظره نوره ناکامه وګڼل شوه، راپورونه خپاره شول چې مایکل له ځينو طالبانو سره  ليدنې کړي، او له هغوئ سره يې مالي مرستې کړي، چې د افغانستان حکومت يې د شړلو پريکړه وکړه،  دواړه له افغانستان څخه  د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر پر ۲۸ مه ووتل، په هغه وختونو کي سنډي ټایمز راپور ورکړی ؤ چې دواړه شړل شوې بهرنيان د ځانګړو استخباراتي کړيو کار کوونکي دي.

د ۲۰۱۲ کال د جولای مياشت کي  مايکل سمپل يو ځل د نامعلومه مولوي په نوم يوه مرکه خپره کړه چې د مولوي له خولې يې ليکي ؤ چې ډیری طالبان القاعده يوه مصيبت ګڼي، که اسامه جهاد کوي ولي يې په خپل هيواد کي نه کوي

د ۲۰۰۳ ز کال په شروع کي د افغانستان د استخباراتو ادارې اعلان وکی چې مایکل سمپل او دهغه همکار ماروین پترسن د هلمند په ولايت کي په داسي حال کي نیول شوې چې طالبانو ته يې وسلې، نظامي امکانات او پيسي رسولي.

مايکل سمپل په افغانستان کي نږدې ۲۰ کلونه تیر کړي دي، په دري، پښتو او ځينو محلي ژبو هم پوهيږي.

په ۲۰۰۴ کال کي ۵۰۰۰ امريکايې سرتيري هلمند ته وليږل شول، امريکایانو غوښتل د هلمند په شمالي سيمو کي د انګريزانو د نفوذ مخه ونيسي، چې وروسته د امریکايانو او برتانويانو تر منځ اختلاف هم پيداشو

کله چې مايکل سمپل له افغانستان څخه ووت، بيا هم په کرار کي نه ناست، د طالبانو اړوند يې ليکنې کولي، کتاب يې وليکی، او لويديځې رسنۍ او خلک يې د افغانستان د چارو کارپوه ګڼې، په داسي حال کي چې د مايکل سمپل کارونه د افغانستان په دننه کي له لویه سره استخباراتي ؤ، هڅه يې کوله چې د طالبانو له بېلا بېلو کسانو سره شناخت پيداکړي، له هغوئ سره اړيکي ټينګې کړي، او باالاخره وتوانيږي چې طالبان په څو ډلو وويشي، بيا په ځینې د پاګلانو د ګوند، ځينې د منځلارو  په نوم ياد کړي، او پاګلان خپله لاسته راوړنه وبولی، پاتي طالبان د سخت دريځو په نوم  نړۍ ته معرفي کړي.

مايکل سمپل د افغانستان په اړه په ځينو کنفرانسونو کي ګډون کړی، او ځينې کنفرانسونه دده په مستقيمه لارښونه جوړ شوې چې یو هم په دوبۍ کي دوه کاله وړاندي کنفرانس ؤ، چې مايکل سمپل ویل چې د طالبانو استازو په کنفرانس کي ګډون کړی، طالبانو د خپل ګډون خبره رد کړه، وروسته معلومه شوه چې د طالبانو ځينو پخوانيو کسانو چې په دغه وخت کي  له طالبانو سره ملګرې نه ول په کنفرانس کي ګډون کړی ؤ.

مايکل سمپل له خپلې ټولې ځیرکتيا سره ونه توانيدی چې طالبان وویشي او يا هم د طالبانو له مهمو مشرانو سره اړيکي ټينګې کړي، ولي وتوانيدی چې  د طالبانو په نوم ځينې مجهول نظامي او سياسي کسان تر يو لنډ مهال پوري خپل کړي.

نتیجه :

مایکل له خپلې ټولې چالاکي او ځيرکتيا سره سره د طالبانو په چارواکوکي نفوذ ونکړای شو ، سره له دې چې د دې کار لپاره کورنیو او بهرنيو استخباراتو ډیر تبلیغات وکړل چې مایکل سمپل طالبانوته وسلې ورکوي ، یاهغوئ تمویلوي اویا يي له چارواکوسره ارتباط لري، داسي معلوميدله چې دغه تبلغاتي ډنډوره  دځانګړو کورنيو او بهرنيو استخباراتو ګډه پروژه وه.

په اوسنۍ اداره کي پر ډیرو کسانو په مختلفو وختونو کي د مختلفو هيوادونو د جاسوسانو تور لګيدلی دی، چې ډیر لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي پکي راځي، دا ډول په بهرنيو جاسوسانو خو هیڅ ډول قيودات  نه پخوا ؤ او نه هم  اوس شته، داهم سوالونه راپورته کوي، چې په هيواد کي د ګڼو جاسوسانو په شتون کي ولي يواځي مايکل سمپل ډیر وروسته له افغانستان څخه وشړل شو، حال داچې هغه ډیر له وخته خپله پروژه پېل کړي وه، او د کورنيو او بهرنیو رسنيو له خوا ډیر ځله دده له خوا طالبانو ته د وسلو او نورو مهماتو ورکولو راپورونه هم خپاره شول، ولي نه افغان حکومت، نه کوم سياسي ګوند او نه هم کومۍ کورنۍ او نړيوالي رسني موثق ثبوت وړاندی کړلای شو چې مايکل سمپل دي په رښتيا په هلمند او کندهار کي له اصلي طالبانو سره ليدنه کړي وي او يا خو دي ورسره مرسته کړي وي.

کوم کسان چې د ملا او مولوي په نوم یې له مایکل سمپل سره دخبرو  رپوټونه ورکړل شول  هغوئ هم د ځينو کړيو له خوا جوړ شوې او په نښه شوې ځينې وهمي اشخاص ؤ، حقیقت یې معلوم نه شو .البته ځیني کسان به ورباندي پېښ شوې وي چې د پیسو ترلاسه کولو په غرض یې نوموړي ته ځان د طالب په نوم تیر کړی وي ، موثقې سرچينې وايې چې په فکري لحاظ مخالفو طالبانوکي هم له مايکل سره چا لاس نه دی پټ کړی.

کوم کسان چې د مایکل له خوا استخدام شوې هغه ټول ښکاره خلګ دي ، پټان، کوهستانی ، صبغت الله سنجر، انجنیر عثمان، جنرال خدایداد هزاره او نور،  خو دطالبانو په منځ کي سمپل دهیچا نوم نشي یادولی ، په تیره هغه طالبان چې د جګړې په لیکوکي وه یا اوس دي.

مايکل سمپل د ځينو افغانانو په ملګرتيا ځینو ځانګړو استخباراتو ته کار کاؤ، له لویه سره يې غوښتل چې طالبان په مختلفو ډلو وويښې، نظامي او سياسي طالبان يو پر بل بې باوره کړي، په طالبانو کي هم د اسلامي حزب په ډول څو ښاخونه جوړ کړي، او که وتوانيږې په ځينو وختونو کي بيا جلاشوې ډلې د خپلو پروګرامونو د پلې کولو له پاره وکاروي.

خو ونه توانېدو، مایکل که څه هم په خپل افغاني‌ماموریت کي ناکام وبلل شو ،خو بیا هم لاس تر زنې نه دی کښېنوستلی ،بلکه په هر اړخیز ډګر کي خپلي هڅي کوې چې یوه داسي‌ ډله راغونډه او جوړه کړي‌چې دهغې استخباراتي‌کړۍ ګتي‌په هیواد کي دننه خوندي‌کړي چې دی ورته کار کوي .

داسي ښکاري چې طالبان او ځیني سیاسي افغانان اوس دهغه له کړنو او عزایمو خبرشوي وي ،ځکه اوس په ښکاره په هیواد کي څوک دمایکل سمپل دملګرتیا غږ په اوچت انداز نشي کولای ،دهغه علت دادی چې یو خو مایکل دطالبانو په لیکو کي افشا او بدنام شو او له بله لوري یې دکرزي حکومت  هم  د ورکړل شوې پلان له مخې  د کورنيو او بهرنيو کړيو سره د مايکل سمپل د ګډ طرحه شوې پلان د ناکامي له امله کړنې دهیواد په تاوان وبللې او هغه یې دافغانستان څخه وشاړه.

لیکوال :‌ډاکتر عبدالله رحمتيار

ماخ‌ذونه:

ځانګړي مرکي له سياستوالو او شنونکو سره

پښتو، دري او انګریزي بريښنايې پاڼې

http://en.wikipedia.org/wiki/Michael_Semple

http://www.necsi.edu/afghanistan/pdf_data/200907_AAN_Report_Ruttig_-_The_Other_Side/15.html

Home

http://kohistanwakohdaman.persianblog.ir/post/21/

http://en.wikipedia.org/wiki/Pacha_Khan_Zadran

http://www.asnoor.ir/public/Parties/ViewParties.aspx?Code=102295

http://en.wikipedia.org/wiki/Republican_Party_of_Afghanistan

http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=1608&task=view&total=2859&start=2319&Itemid=2

http://en.wikipedia.org/wiki/United_Nations_Security_Council_Resolution_1214

http://asiafoundation.org/about/profile/mohammad-osman-tariq

http://en.citizendium.org/wiki/Mohammad_Qasim_Halimi

مصاحبه با محمد احرار رامیزپور، فعال حقوق بشر افغان

http://www.afghan-bios.info/index.php?option=com_afghanbios&id=1741&task=view&total=2859&start=2491&Itemid=2

http://www.newstatesman.com/politics/politics/2012/07/preview-michael-semple-interviews-senior-member-taliban

http://www.tolonews.com/en/afghanistan/6866-taliban-reject-semples-published-interview-with-talib-commander

http://www.newstatesman.com/politics/politics/2012/07/preview-michael-semple-interviews-senior-member-taliban

http://www.farsnews.com/printable.php?nn=13920410000524

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د