افغانستان

امریکا ۴۰۰۰ نور عسکر افغانستان ته را لیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د سپیني ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې امریکا به افغانستان ته په نیژدې راتلونکې کې ۴۰۰۰ اضافي ځواکونه ولیږي.

دغه سرچینې د اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اضافي عسکرو لېږلو پرېکړه عملا شوې ده او تمه ده چې تر راتلونکې اونۍ پوري اعلان شي.

د سپينې ماڼۍ جګپوړي چارواکي ویلي چې ددغه ځواک اکثره برخه به د افغان ځواکونو سره د همکارۍ او روزنې په برخه کې په دندو وګمارل شي او یوه وړه برخه به یې د تروریزم پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

باید وویل شي چې د امریکايي پوځ یوه برخه په افغانستان کې اوس هم دداعش او القاعده سره د جګړې په بهانه عملیات کوي، بمبارۍ کوي او د شپې پر کورونو چاپې اچوي. د ناټو ځواکونو په شمول د امریکايي عسکرو اکثریت برخه د طالبانو سره د جګړې پر مهال د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشورې ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د اضافي ځواکونو واک دفاع وزیر جیمس ماټیس ته ورکړی څوک چې خپله هم په افغانستان کې پاته شوی او د اضافي ځواکونو لیږلو سره په ټینګه موافق دی.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې دا ځل به د افغانستان په جګړه کې هغه غلطۍ نه کوي چې په تیرو کې امریکایانو تکرار کړی دي او جګړه به ګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

4000 زره نه چی سلویش زره نور راوه لیژی دی دجال زامنویهوداونصاراو صلیبی کفاروتاسی والله که میدان وه گتی په دی خوموشه سرخلاص شه دغه ستاسی دی دربار نوکر دی دغه ستاسی خروسرونه دی درخلاص کری ترروسانو تاسی هم نه یی غشتلی روسانو یولک سه زیا ت فوز را ویستلی وی خوبیا دلوی خدای ج..په فضل شرمینده وه وتل اودی غرب متجاویزونو لشکر اودغه ستاسی نوکران دغه ستاسی اجنبیانو نوکران دی اوتاسی به هم دغسی شرمی دلی وزی تاسی دستر پلار انگلیس نه درس دی عبرت ندی اخیستی …

الحاج استاذ بیانزی

جنګ وسله نه ، وسله چلوونکی کوی، هغه وسله چلوونکی چه لوړ مورال لری هغه ګتوڼکی وی ، هغه لوړ مورال لری چه سپیڅلی هدف لری یعنی د ځان یا د نورو د حقه حقوقو دفاع کوی، هغوی د دی هدف د پاره حتی خپل خوږ ژوند هم وسیله ګڼی ، هغه کس ته سر تیری وی یعنی په خپله خوښه د هغه سپیڅلی هدف په خاطر له سره تیر دی. زمونږ هیواد اشغالګرو اشعال کړی ، زمونږ خاوره، خلک او خپلواکی یرغمل کړی طالبان د هغه حقه حقوقو د تر لاسه کولو د پاره په ځانو ، مالی او… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

نادرشاه اوظاهرشاه دانګریزانوپه کومک افغان ملت بیسواده اوبیعلمه پری ښودۍ ،اخبار،کتاب نسی ویلای ډیرپه پسه په حقیقت پوهیږی ،دفیسبوک له یوی ویډیو څرګنده سوه چه اوس طالبانوافغانان توریالی ویښ کړل څلوزره څه چه څلور لکه فوج راسی دا دهمت اویمان ډک ملک نسی قبضه کولای ، الله تعلی ج دافغانستان په خاوره اوبو او هواکی داسی غیرت ایښی دۍ چه دهیڅ بل وطن له انسانو سره نه پیداکیږی ،انشاءالله کامیابی اوس حطمی ده.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x