fbpx

د یوه شکمن کس له وجې د برتانیې پارلمان دروازې تړل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د برتانیې په پلازمینه لندن کې د پارلمان مخته پولیسو یو شکمن کس نیولی او د پارلمان عمومي درازه یې بنده کړې ده.

پولیسو رسنیو ته ویلي چې یو کس یې په دې اشتباه نیولی چې کیدای شي چاړه ورسره وي او زیاته کړې چې په پېښه کې هیڅ لوری ته زیان نه دی رسیدلی.

ددې تر مخه پولیسو ویلي وه چې د پارلمان سره نیژدې د یوې امنیتي پيښې سره په تعامل بوخت دي او نور هیڅ تفصیل یې نه و ورکړی.

باید وویل شي چې چاودنو او په موټر وهلو وروستیو پېښو په پلازمینه لندن کې وېره خپره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د