افغانستان

روسيه: په غالب ګومان د داعش مشر په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د روسيې دفاع وزارت وايي، چې د سوريې په الرقه ښار کې د داعشيانو په مرکزي شورا روسي الوتکو برید کړی او روسيې داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي هم په دغه بريد کې وژل شوی دی.

روسي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ويلي په الرقه ښار کې د داعش د رهبري شورا پر غونډه بريد د داعش د دېرشو پوځي قومندانانو سربېره له درې سوو زيات وسله وال موجود وو.

که دا خبر رښتيا شي، نو دا به په تېرو څو کلونو کې داعش ته تر ټولو ستر ګزار وي.

له دې وړاندې هم ګڼو رسنيو د غربي چارواکو له خولې داسې خبرونه خپاره کړي وو، چې د داعش مشر په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ابو بکر البغدادي په اړه معلومات نه شته، چې ژوندی دی که مړ او په که ژوندی وي، نو چېرته دی.

روسيه وايي، دوی د خپلو ځايي سرچينو له لارې د دې خبرې تحقیق کوي، چې بغدادي رښتيا هم وژل شوی دی که نه.

د تېر ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د داعش د مشر وروستی غږيز پيغام راغلی و، چې له خلکو يې غوښتنه کړې وه، چې د عراقي پوځيانو د بريدونو پر وړاندې د موصل دفاع وکړي، خو له دغه غږيز پيغام وروسته يې درک نه دی لګېدلی.

داعش ډله د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په عراق او ورپسې په سوريې کې راښکاره شوه او وروسته يې افغانستان ته هم پښې اوږدې کړې، خو په ټولو ځايونو کې د ولسي دښمنۍ سربېره د امريکا او نړيوالو له بريدونو سره مخ شوې او د تېر يوه کال راهيسې يې د ځاني او مالي زيانونو سربېره ګڼې سیمې هم له لاسه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لیوان سره ورونه دی مهمه نه ده که هغه روسی ، هغه چنیایی ، که هغه هندی او که هغه لکه د عربی شیخانو او یا د نورو اسلامی نړۍ غلام چارواکی ټول لیوان دی نه یواځی د اسلام او مسلمانانو سره کرکه بلکه د ټول مظلوم بشریت سره د دی امله چه استثمار یی کړی دشمنی لری . د روسانو دا خبره چه بغدادی یی وژلی د حالاتو د ارزونو له مخی ناسمه او دروغ دی، که حکمتیار یی د پاګرام هوایی او نظامی بیس کی دا ۱۶ کاله ساتلی شو چه له هماغه باګرامه به یی اربکانو ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x