افغانستان

نورستان: وانټ وایګل کې پولیسو پر یوې ښځینه نرسې جنسي تیری کړی

نن ټکی اسیا: د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ «سیمیيز روغتیایي مرکز»  څخه  تېره شپه شاوخوا یوولس بجو کې  لس تنه پولیس چې عامې جامې یې په تن وې یوه نرسه  تښتولې.
د یاد روغتون یو شمیر ډاکټران او د نورستان د عامې روغتیا یوشمیر چارواکي وايي چې ټول پولیس د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند دي.
دوی وایي چې پولیسو د ننوتلو په وخت ټول ډاکټران او د کلینک نرسان تړلي  او وروسته یې یوه ښځینه نرسه وهلې ټکولې او بیا یې په زوره  له ځانه سره وړې ده.

د وانټ وایګل ولسوالۍ یو تن قومي مخور ګل نبي  وایي چې یاده نرسه د سیميیزو خلکو پر مټ د پولیسو له منګولو څخه خلاصه شوې.
یاد قومي مشر ددولت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې  پولیس باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او سخته سزا ورکړل شي.
 

د نورستان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانی وايي چې په پیښه کې شریک پولیس نیول شوي دي او پوښتنې ترې پیل شويدي.

نورستانی وايي چې پولیسو لخوا شاوخوا درې تنه نور پولیس نیول شوي چې په یاده پیښه کې یې لاس درلود او د نورو نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د نورستاني په وینا په پېښه کې د ککړو پولیسو سره به قانوني چلند ترسره شي.

همدارنګه د نورستان مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده هم پیښه مني او وايي چې د ولایت مقام او نور اړوند ټول ارګانونه د پېښې جدي څیړنه کوي او ډیر ژر به ټول عاملین ونیسي.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی وار نه دی چې د پولیسو لخوا په وانټ وایګل ولسوالۍ کې پر يوه ښځینه نرسه  د پولیسو لخوا تجاوز کیږي، بلکې له دې پخوا هم په سلګونو ځله د ملي پولیسو او اربکیانو لخوا  د عام وګړو پر ناموسونو تیري شوي.

فضل کریم- نورستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x