افغانستان

کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د هیواد په پلازمینې کابل ښار کې ملي پولیسو یو تن مزدورکار په وهلو-وهلو وژلی دی.

پېښه نن د روژې مبارکې میاشتې په یوویشتمه ورځ د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې رامینځته شوې.

د راپورونو پر اساس مقتول یو لاسي ګاډی (کراچۍ) درلود او خوراکي توکي یې په کې خرڅول چې د پولیسو لخوا ترې د نغدو پیسو غوښتنه وشوه.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې یاد مزدورکار پولیسو ته په ناقانونه توګه د پيسو له ورکولو ډډه وکړه او دا هغه څه و چې د ملي پولیسو غوصه یې راوپاروله.

راپورونه زیاتوي چې پولیسو د نوموړي په وهلو ډبولو لاس پورې کړ او تر هغو یې وواهه چې بالاخره د پیسو له ورکړې انکاري مزدورکار د پولیسو تر لغتو او سوکانو لاندې ساه ورکړه.

تر اوسه د هغو پیسو د دقیق مقدار په اړه معلومات نه شته چې نوموړي مزدورکار ته یې سپما د ژوند په بیه تمامه شوه، خو د روان کال په فبروري میاشت کې د هلمند – فراه په لویه لار افغان ملي پولیسو یو موټر چلوونکی د ۲۰ افغانیو له کبله وژلی و.

د کابل ښار د نن ورځې پیښه په ټولنیزو پاڼو کې په کلکه غندل شوې او هغه یې د دولتي ځواکونو د اخلاقي او روزنیزې نیمګړتیا بېلګه بللې، د کومو د روزنې په پلمه چې لسګونه زره بهرني ځواکونه په هیواد کې میشت دي.

د کابل دولتی چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو خپل نظر نه دی خپور کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

انا لله و انا الیه راحعون ! الله ج دی ورته شهادت قبول کړی د دغه لیکنی له مخی او د هغه د مبارک جسد له مخی چه یو غریب مزدور وو او له دغه غریب ناتوانه مزدور د رشوت غوښتل او د هغه د انکار به صورت کی دومره وهل او ټکول چه له امله یی د هغو خبیثو قاتلانو له امله د شهادت مقام تر لاسه چه له امله به یی هغه خبیثان جهنم ته انشاالله اچول کیږی او په دی ژوند به یی هم الله ج وشرموی . مګر د هری مسلی اصلی علت باید ولټول شی… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دغه مزدور اونوکر اودصلیبی کرا یه کش اودی دغی مزدوری ایداری مشر لکه مزدور اشرف غنی اومزدورعبد الله اوهغه نوکرجندرالان چی همدغویهودی اوصلیبی بادارانوروزلی اوهم دغه میلی مزدورامنیت اومزدور پولیس چی دغسی مظلوم اوپه نفقه پوری حیران ملت په شهادت وه نه ره سوی نو دی دغو صلیبی نوکرو خوهمدغه وظیفه ده چی داجنایت ترسره کری اوس نو دی دغی نوکری اومزدوری ایداری دیر مسئول کسان دهغه ملایان اوقاضیان دی چی په سردی دغی مزدوری ایداری کشی کار کوی اهمد غوی دغومزدوری ایداری دی صلبی ملل سازمان ته مشروعیت ورکری دی کچیری دغه دالرخواره ملایان اوقاضیان دی دغو مزدوری ایداری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x