افغانستان

تازه خبر: پېښور ښار کې د طالبانو یو پخوانی وزیر نامعلومو وسلوالو وژلی

نن ټکی آسیا: د ترلاسه شویو خبرونو سره سم، نن د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د طالبانو پر یوه پخواني مشر د ناڅرګندو وسله والو لخوا ډزې شوي دي.

مولوي عبدالرقیب چې د تخار ولایت اوسېدونکی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کډوالو چارو وزیر پاته شوی، نن پرې هغه مهال ډزې وشوې، چې کله له استوګنځي څخه د راوتلو په حال کې و.

ویل کېږي چې نوموړي روغتون ته د لېږدولو پر مهال ساه ورکړې ده.

د پيښي سمدستي وروسته رسنیو ته د پخواني طالب مشر ملا اغا جان معتصم له خوا خبر ورکړه شوی کوم چي اوس په دبۍ کي خپل سیاسي چاري پر مخ بیايي، د سولي او د افغان حکومت سره د مذاکراتو وړاندیزونه کوي.

د مولوي عبد الرقیب په اړه ویل کیږي چي په لومړي سر کي د ملا اغا جان معتصم سره ملګری شوی وو، خو وروسته داسی وویل شول چي د هغه څخه یې بیرته خپله لاره جلا کړې ، او د طالبانو د تحریک سره یې خپله پخوانۍ اړیکه فعاله کړې وه.

نوموړي د وروستي ځل لپاره په شمشتو کي د شهید مولوي عبد الله ذاکري په فاتحه کي لیدل شوی وو، او د هغه وروسته یې دادی د مرګ خبر ورکړه شو.

د پېښي دقیق جزیات لا نه دي په ډاګه شوي.  او نه تر اوسه کابل حکومت چارواکو،  طالبانو یا کوم بل لوري د پېښي په باب څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x