نړۍ

القدس: په دوه پېښو کې ۳ فلسطینیان او یو اسرائیلی عسکر وژل شوي، دوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د فلسطین په پلازمینه قدس شریف کې اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې د فلسطینیانو په برید کې یوه عسکره وژل شوې او دوه نور عسکر ټپيان شوي دي.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائیلي عسکرو په ډزو ۳ فلسطینان وژل شوي دي.

تېره ورځ جمعه د اسرائیل پولیسو وویل چې د فلسطینیانو له لوري پر اسرائیلي عسکرو ډزې وشوې چې له امله یې دوه عسکر ټپیان شول او د عسکرو په ډزو کې دواړه فلسطینیان ووژل شول.

په یوه بله پېښه کې یوه فلسطیني یوه اسرائیلۍ عسکره په چاړه وهلې او ځای پر ځای یې وژلې ده، په دغه پېښه کې بریدګر وروسته د نورو عسکرو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د حماس ډلې د دواړو پيښو ستاینه کړې ده او ویلي يې دي چې په دغه پيښه کې د ښکیلو فلسطینیانو څخه یې دوه بریدګر د «ولسي جبهې» غړي وه او یو بریدګر د «حماس» ډلي وو.

د حماس ډلې په یوه خبرپاڼې خپرولو سره د داعش ډلې له لوري پر اسرائیلي عسکرو د برید مسؤولیت اخیستل رد کړي دي او د داعش مسؤولت اخیستل یې د اسرائیل یوه بهانه بللې چې غواړي د فلسطینیانو مشروع مقاومت ته د «تروریزم» نوم ورکړي.

د راپورونو سره سم ددغه برید وروسته اسرائیل د غزې او غربي تړانګې تر منځ د فلسطینیانو د تګ راتګ اجازتنامې لغوه کړي دي او د غربي تړانګې په رام الله ښار کې یې خپل ځواکونه زیات کړي تر څو د بریدګرو پر کورنو باندي چاپې ووهي.

د غزې ښار او غربي تړانګې تر منځ پراخي سیمه د اسرائیلو تر اشغال لاندي دي چې له امله یې د دواړو ښارونو تر منځ تګ او راتګ د اسرائیلو په اجازه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x