نړۍ

دبۍ د سعودي باچا ملک سلمان ته «د اسلامي نړۍ شخصیت» جایزه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): هر کال د روژې په میاشت کې په دبۍ کې د قران کریم د حافظانو تر منځ مسابقه کیږي چې په کښي د نړۍ د ډیرو هیوادونو څخه حافظان ګډون کوي.

په دغه مسابقه کې هر کال د اسلامي نړۍ یو داسي شخصیت هم ټاکل کیږي چې په تېر کال یا عمر کې د اسلام لپاره ډېر ښه خدمتونه کړي وي.

په همدې مناسبت سږ کال د قرآن کریم په مسابقه کې د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د غوره اسلامي شخصیت په توګه ټاکل شوی دی او جایزه ورکړل شوې.

د عادت سره سم د دبۍ حکومت د جایزې ګټونکي شخصیت ته یو ملیون اماراتي درهم ورکوي، خو د سعودي د دیني چارو وزیر صالح بن عبدالعزیز آل الشیخ چې د ملک سلمان په نیابت یې جایزه تر لاسه کړه، ویلي چې ملک سلمان دغه مبلغ د قرآن کریم د تحفیظ مدارسو ته خیرات کړ.

باید وویل شي چې دغه جایزه مصري عالم «شیخ یوسف القرضاوي» ته هم ورکړل شوی څوک چې اوس په قطر کې دی او د اماراتو په ګډون د سعودي، بحرین او مصر له لوري په تروریزم باندی تورن دی او نوم یې په تور لیست کې اچول شوی دی.

بلخوا د سعودي باچا ملک سلمان په دې وروستیو کې له دې وجي څخه تر سخت فشار لاندي دی چې په روژه مبارکه میاشت کي يې پر ګاونډي هیواد قطر باندي ټولې لاري وتړلې او کوشش کوي چې نور هیوادونه هم ورسره اړیکو پرې کولو ته وهڅوي. ملک سلمان ځکه هم تر سختو نیوکو لاندي دی چې نوموړی له یوې خوا پر مسلمان هیواد یمن باندي له تیرو دوه کلونو راهیسي بې نتیجې خونړۍ جګړه پیل کړې او له بله اړخه یې په اوس زمانه کې یې د مسلمانانو تر ټولو لوی دښمن ډونلډ ټرمپ سره په سوونو ملیاردونه تعهدات وکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د سعودی عیاش پاچا ته د دی په ځای چه د بی شخصیتۍ ، ظلم او وحشت جایزه یی ورکړی وی د شخصیت جایزه ورکوی اصلا نړی د بین المجرمینو او بین المللی مافیه وو په واک او لاس کی لویدلی د نړی ټول اخلاقی معیارونه سرچپه شوی . اوباما ته د سولی او هغه هم د نوبل جایزه ورکول کیږی ؟ کوم چه افغانستان ته یی د جنګ د پاره یی سمدلاسه د جنګ د پاره وحشی عسکر ولیږل او یا خر ، کمونست او سکولریست غنی ته د نړی د دوهم متفکر نوم ورکوی په داسی حال کی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

دعربویوبل عالم چه دوی یی مشور عالم بولی هم دامریکااواسرائیلو د وستی حق بولی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ .الماءده-۵۱معنی:اۍ مؤمنانومه جوړوی یهود او نصارا دوستان ځنی د دوی دوستان دی دځنو– اوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نو بیشکه هغه له دوی نه دی بیشکه الله هدایت نه کوی قوم دظالمانوته.زه پدی نه پوهیږم چه دادونه مشهور عالمان هم ځانونه بولی دقرآنه ناخبره دی آیااسرائیل پرمسلمانانوعربوظلم دامریکا په کومک نه کوی،آیاداقرآن په عربی ژبه ندۍ آیادوی دالله پر قدرت باورنه… نور لوستل »

عظیمی

ننه ورځ هغه خیانت چه د سعودی حاکمان د اسلام او اسلامو خوزښتو سره کوی کفاری نړی یی نه کوی. او کفاری نړی اوآمر دوی په عمل کی پیاده کوی. دوی په حقیقت کی دا فحاش او داسلام څخه ناخبره حاکمان بیریږی چه عوام او اسلامی نړی یی پر ضد را پورته نه سی او د خپلو اعمالو په جزاء یی ونه رسوی. دوی نه د ښه لیاقت ، ایمانداری او پاکلمنی په خاطر اقتدار ته رسدلی دی بلکه ورته میراٍٍث پاته دی. الله داشریر انسان اصلاح کی او یا دی برباد کی.الله غفور او رحیم دی الله دشر او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x