نړۍ

که پاکستان له «ترورستانو» زموږ سرحدي ځواکونه خلاص نه کړي، پخپله عملیات کوو – د ایران تهدید

نن ټکی اسیا: د ایران د کورنیو چارو وزیر  عبدالرضا رحماني پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د پاک – ایران پر سرحد د هغو پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د خلاصولو لپاره دې عملیات  وکړي، چې نېږدې یوه میاشت مخکې د پاکستان سرحد سره د «جیش العدل» لخوا وتښتول شول،  کنه  دوی به په خپله ددغو امنیتي ځواکونو د خلاصون لپاره په پاکستان کې عملیات وکړي.

 د فارس خبري آژانس د راپور پر اساس دغه پنځه سرحدي ځواکونه د سیستان او بلوچستان شاوخوا سیمه کې د «جیش العدل» له لوري پاکستان ته وتښتول شول. «جیش العدل» ددغو پنځو کسان عکسونه د ټویټر له لارې خپاره کړي  او ددغو پوځیانو د تښتونې پړه يې پر غاړه اخیستې.jayshuladl 464x261 non nocredit

د فضلي په وینا ایران کې  په بشپړه توګه امنیت دی، موږ له افغانستان او پاکستان غوښتي چې د سرحدونو کلکه ساتنه دې وکړه کنه ایران تیار دی چې سرحدونو کې مکمل امنیت راولي.

دده په وینا د ایران حکومت ددغو تښتونو په اړه  د پاکستاني چارواکو سره په سرحد کې درې ځل لیدل کتل کړي. ده زیاته کړه چې ایراني پلاوی ددې  اراده لری چې په دې لړ کې پاکستان ته سفر وکړي.

«جیش العدل» ډلې چې په دې ورستیو کې ددغو پنځو ایراني ځواکونو انځورونه خپاره کړي له ایر اني  حکومته غوښتي چې ددغو پنځو پوځیانو په بدل کې دې ددوی ۵۰  ملګري، ۲۰۰ سني بندیان او  ۵۰ ښځې چې په سوریه کې بندیانې دې خوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x