افغانستان

د ګډحکومت څخه د فیض ځلاند سختي پوښتنې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د سولې لپاره مدني فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند د ګډحکومت څخه د هغو وعدو په اړه سختي پوښتنې کړې چې کیدای شي د ډیرو افغانانو له ذهنه وتلي وي.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي :

د ړندو، کڼو او ګونګو وطن!

هره ورځ دروغ، هره ورځ لالچ!

هسې هغه د توټاپ پروژه څنګه سوه؟ د سلما د بند ګټې ـ رڼا او اوبه څنګه شوې؟ هغه د چین څخه راتلونکی ریل ګاډی چرته ولاړ دی؟ د سالنګ دویم تونل له کوم ځای تیریږي؟ د یو میلیون کاریګرو د بوختیا ژمنه په کوم یخ لیکل شوي؟ د اقینې د ریل ګاډې مالونه چرته ذخیره شول؟ نوي کابل کې چا، چا کور جوړ کړی؟ هغه د داعش په خلاف د بمونو د مور پایلې؟ د هلمند د چاڼیزو عملیاتو نتیجه؟ د کندوز د تصفیې عملیات تر شیرخانه ورسیدل؟ د هرات د مرمرو د تیږې قرار دادونه ودریدل؟ د شمال د نفتو تیل د چا موټر کې استعمالیږي؟ د کانونو له مدیریت څخه څومره عواید ملي بودیجې ته زیات شوي؟ د مخابراتو له ټکس څخه څومره ښوونځي، روغتیا مرکزونه ولس ته جوړ شوي؟
مسلمانانو، افغانانو پیشلمی وکړئ، سبا بیا روژه ده، بس همداسې د لولکې ژوند ته دوام ـ اخر تر کله ؟؟؟؟

موږ باید بدل شو!

په موږ هیڅوک نه دي ملامت! موږ خپله ملامت یو! باقي ټول سلامت!

د ځلاند پر پوښتنو یو څو نورې پوښتنې په تبصرو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalilullah qateelzoy

د ړندو، کڼو او ګونګو و طن (هېواد)، نه! بلکې حکومت ورته لیکل غوره دي! ځکه کړتې لري عمل نه لري!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x