fbpx

حاجي فرید: د سولې ژمنې د خلکو په سترګو کې خاوري شیندل دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړی حاجي احمد فرید وايي چې امریکا په نړۍ او ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو کې سوله نه غواړي او د جګړې د ګرمولو په لټه کې ده.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر جمیز میټس د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې و امریکا په افغانستان کې د جګړې ګټونکې نه ده.

ښاغلی احمد فرید په ټولنیزې رسنۍ کې په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې که امریکا په افغانستان کې د جګړې ګټونکي نه وي او بیا هم د خپلو پوځونو د ایستلو ګام نه اوچتوي، دا معنی لري چې امریکا د مسلمانانو لپاره سولییز ژوند نه خوښوي.

نوموړي د امریکا دفاع وزیر څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې:

«د دې اعلان سره د جګړي قانون دا ایجابوي چې دوی سمدستي د خپلو عسکرو د ویستو مهالویش اعلان کړی وای او جګړه ځپلو افغانانو ته یې دا فرصت په لاس ورکړی وای ترڅو یې په خپل هیواد کي د دائمي سولي او امنیت د راوستو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي وای او د جګړې د ټولو اړخونو د مزیدي ویني تویيدو مخنیوی شوی وای. ولې امریکا دا نه غواړي چې د ځمکي پرمخ بشریت او خاصتاً مسلمانان آرام او سوله ایز ژوند ولري ځکه دا کار د امریکا ګټې په خطر کې اچوي».

ښاغلي احمد فرید په افغانستان کې د سولې راوستل د امریکا «کاذبانه ژمنې» ګڼلي او ټینګار یې کړی چې امریکا په نړۍ کې امن او سوله نه غواړي.

نوموړي د سولې هغه ادعاوې چې واشنګټن او کابل یې کوي د نړیوالو غولول بللي او زیاته کړې يې ده:

«له یوې خوا په افغانستان کې د تش په نوم د سولې عالي شوری جوړول او له بلې خوا د څلور جانبه او پنځه جانبه کانفرانسونو تدویرول فقط د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندل دي اوبس».

ښاغلي احمد فرید وايي چې افغانستان ته د مزیدو امریکايي عسکرو رالیږل له یوې خوا د روانې جګړې لمبو ته قوت وربخښي او له بلې خوا د هغو افغانانو هیلې له مایوسۍ سره مخ کوي چې په هیواد کې د سولې او امنیت ارمانجن دي.

خو نوموړي پر امریکایانو غږ کړی چې د افغانستان تاریخ ته په کتو باید په دې هیواد کې د پاتې کیدلو سوچ له ذهنه وباسي او بالاخره به د پخوانيو زبرځواکونو په برخلیک اخته کیږي.

«خو امریکا او د هغوی متحدین دې په دې پوی شي؛ هغه هیواد چې همیش یې د خپل حریم نه په دفاع کې د نړۍ لوی لوی طاقتونه مات کړي دغسې به یوه ورځ ان شاءالله امریکا هم د ورته سرنوشت سره لاس اوګریوان کړي».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عزيزالله عاجز
میلمه
عزيزالله عاجز

بلکل مو حقیقت. ليکلي. مولوی حاجی فريد صاحب په ژوند اوقلم مو برکت شه
امریکايان هڅکله نه غواړي چی دافغانستان مسلمان اولس په سوله او امنيت کی خپل ژوند وکړې!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مثبتی هیلی له هغو انسانانو کیږی چه په فطرت کی یی د قناعت ، سولی او انسانیت یوه ذره هم شتون ولری . هغوی لکه د غره لیوان چه فطرت یی د نورو مظلوم حیواناتو ښکارول او خوړل دی له هغو د حیر هیله کول حماقت دی. لمړی شیطان (ابلیس) په جیناتو او اخری شیطان ( دجال ) په انسانانو کی خلق شوی ، دا معنی چه مونږ په چینی شیطانانو سربیره انسانی شیطانان هم لرو. د دی دا معنی هم کیدی شی چه د جینیاتو او انسانانو فطری حرص له هغو شیطانان جوړوی په دی اړه لری چه د… نور لوستل »