
تخار کې د ملي امنيت کارکوونکی وژل شوی
د تخار ولايت چارواکي وايي چې نن دوشنبه د دغه ولايت په مرکز تالقان کې د ملي امنيت يو کارکوونکی د وژل شوی دی. د چارواکو له قوله د شيرين په نوم دغه وژل شوی سړی نن سهار ۸:۳۰ حمام ته روان وه چې، د نامعلومو وسلوالو لخوا و وژل شو. د تخار د امنيې قومندانۍ وياند عبدالخليل اسير وايي چې، يو تن وسلوال بريدګر له پيښې سمدستي وروسته نيول شوی دی. د اسير په وينا د دغه بريد څرنګوالی لا ندی معلوم.