شعـــــرونه

الهي قانون/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن

پاکه ربه الهي نظام جاري کړه
دې وطن کې شرعي نظام جاري کړه

د دنیا ټول نظامونه دوزخي دي
خدایه دلته جنتي نظام جاري کړه

چې د ژوند له مزو خوند واخلو خاونده
پاک سپېڅلی قرآني نظام جاري کړه

چې د نور ډیوې شي بلې هرې خوا ته
په دې ځمکه آسماني نظام جاري کړه

چې مو سر او مال محفوظ وي په کې خدایه
دلته ته داسې اساسي نظام جاري کړه

مطمئن درته سجده کې په سوالو یم
په دې ښارکې محمدي نظام جاري کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x