اسلامپال مبارزین او د فیسبوک یادونه

نصیب ځدراڼ

په ۲۰۱۱ ع کال کې د لمړي ځل لپاره مې یو ملګري فیسبوک ادرس راته جوړ کړ، بلا خوند و پکې، موبایل د بټنو والا و، انټرنیټ هم بیخې کمزوری و خو چې کله به یې کوم عکس خلاص کړ یا به مو عکس ور پورته کړ نو بیخې نااشنا خوشحالې به وه.
له معلوماتو یا د وطن او نړۍ د خبرونو په لحاظ مې بیخې فیسبوک خوښ نه و، یو طرف ملحدین پکې ډیر وو، بل طرف د اندړو یو اربکی و چې څلور ادرسونه یې جوړ کړې وو، له ځینو نه به یې نشرات کول نورو نه به یې نصیحت او ښکنځل کول، له هغه سره له منفي تبلیغاتو نه متاثر شوی ډیر خلک هم وو چې فقط ښکنځل، د پنجاب ټاپي او ملا، مجاهد، عالم ته بد نسبتونه، ښکنځل او رد بد ویلو ته دوی کار ویلی وو.

یوه ورز د “سید افتخار اغا” په نوم یوه اسلامپال همدې اربکي ته کمنټ وکړ، هغه ورته ولیکل چې “موږ ستا غوندي ملایان په آسمان کې غواړو خدای په ځمکه راکړې”

بس نو بیا هغه او نور ملګري یې ترې تاوو شول په تبصرو کې یې پرېمانه ښکنځل ورته وکړل.

دا خبر یې سخته کبرجنه راته ښکاره شوه، زړه کې مې ارمان وکړ، چې کاش یو ۱۰۰. نفره اسلامپال مبارزین راسره ملګري وای او دې اربکي ته مو ځواب ورکړی وای.

کیسه را لنډوم، په لنډه موده کې د “فاتح کاروان” په نوم یو اسلامپال راسره ملګری شو، خدای شته بیخې زیات ورته خوښ شوم، په خپلو نشراتو او د سیکولرانو او اربکیانو په نشراتو به یې تل مدلل بحث کاوو، وروسته یې د اسامه وزیروال په نوم ملګری راوپیژاند، ډیر ملګري سره یو ځای شوو، کله به چې کوم مخالف پوسټ وکړ، په خپل ادرس به یوه ملګري اعلان وکړ چې پلانکي بیا د اسلام یا مجاهدینو خلاف پوسټ کړی راځئ!

بس بیا به مو تر ۵۰۰ کمنټونه ورسره مدلل بحث وکړ.

ملګرو کې عجیبه اتفاق و، د ګوتو په شمیر یو څو ملګري وو خو څومره به مو چې مخالفینو سره په جنجالو کې ورځ تیروله هغومره به مو خپل منځ کې مینه زیاته وه، مشرانو به د ګپ شپ نه منع کولو خو د یوه ملګري پر آی ډي به مو بانډار جوړ کړ او داسي ګپه به مو روانه کړې وه لکه کلونه مو چې یو ځای سره تیر کړي وې.

مشرانو به تل ویل د ردو بدو، ټاپو او ښکنځلو ځواب په دلایلو سره ورکوئ، کله ناکله به یوه ملګري په ساعتونو ساعتونو له اربکیانو یا سیکولرانو سره بحث وکړ… نو مایوسه شوم، خپله مبارزه به ریشخند راته ښکاره شوه، خو مشرانو ملګرو به ویل دا بحثونه نه یواځې ستاسې مخالف بلکې عام ولس هم څاري، اول وخت کې به ښکنځلو سخت زور راکاوه، زړه به مې غوښتل چې د ښکنځلو ځواب ورکړم خو د مشرانو خبر به راته رایاده شوه، بېرته به مې ځان قابو کړ.

د وسایلو د نشتوالي دا حال وو چې پښتو کیبورډ به مو نه درلود،نه د ډاونلوډ په طریقه پوهیدو،یوه ملګری سره د پښتو کیبورډ وو موږ به پوسټ ور میسج کړ دا به راولیکو او بیا به موږ نشرولو.

یوه ترخه خاطره هم رایاده شوه چې یوه مشر ملګري ته مې یوه ورځ ویل چې یوه فیسبوک پاڼه جوړه کړه، هغه راته کړه، ته دي اول املاء برابره کړه بیا د پاڼې مشورې راکوه!

په دې مزل کې مې سلګونه ملګري ولیدل چې ډیر څه مې ترې زده کړل او ډیر د ناټو په لاس شهیدان هم شول، همداسې ډیر ملګري مو د لاسه ورکړل، او ځینې ملګري تر زندان پورې ورسیدل چې ځوانې او قلم یې په زندان کې خزانیږي.

د ملګرو مبارزې رنګ راووړ، لسګونه ملګري په زرګونو بدل شول، اوسمهال صرف په یوه غږ یوه اسلامپال ملګري ته سلګونه ریکوسټونه وشي، لویې پاڼې، ګروپونه لرو، تکړه لیکولانو او شاعران لرو، کومه موضوع چې مشران ورکړي په ورځ کې تر سلو ډیرې لیکنې ورباندي وشي.

بل طرف ته د اندړو اربکی وتښتیدو امریکا کې یې سیاسي پناه واخیسته، اوس چې کوم اسلامپال ملګری کمنټ ورته وکړي سم د لاسه یې بلاک کړي، د لیکنو سره یې په رنګ او څیره باندې هم زوال راغلی.
د هغه مریدان د مخلتفو خلکو له طرفه کرایه شوي دې کله ناکله خو یې د کرایې لیسټ هم نندارې ته وړاندې شې.

آخري خبر دا چې دوی تر اوسه ښکنځل کوي،هیڅ نوی یې نه دي زده کړي، ټاپې لګوي، دین، مشرانو، عالمانو، ملایانو او طالبانو ته ښکنځل کوي مقابل کې له اسلامپال مبارزینو نه یو منظم قوت جوړ شوی، نوي خلک د دوی د اخلاقو او مبارزې نه متاثر کیږي او د دوی سره ملګرتیا ته خوشحالیږي.

اسلامپال مبارزین دي په دي پوه شې چې د هر شي یو دوران وي یو وخت د راډیو دوران وو، بیا ټیلویزون شو نن سبا د ټولینزېو شبکو خصوصاً د فیسبوک دروان دی، راډیو او ټیلویزون په ټول کور کې یو وي خو موبایل بیا حتماً څلور پینځه دانې وې او خلک د معلوماتو لپاره استفاده ترې اخلي.

که مو د میډیا نورو وسایلو ته لاس نه رسیږي فیسبوک خو مو په لاس کې دی باید ښه استفاده ترې وکړو او خپل غږ خلکو ته ورسوو او حق ورته ښکاره کړو.

نو پام چې لاس ته راوړی مقام د لاسه ورنکړئ، په غرور او تکبر سره پر کشرانو ملګرو باندی امر ونکړئ! د دوی د همکارې غوښتنې ته په خوشحالۍ سره ځواب ورکړئ،

عام خلک که کومه خبر په ناپوهۍ کې کوي د سخت ځواب پر ځای قناعت ورکړئ په خوږه، پسته او نرمه لهجه یې پوهه کړئ.
د مخالفینو د تبلیغاتو ځواب د ښکنځلو او ردو بدو پر ځای په قانع کونکي دلیل باندي ورکړئ، که دوی ښکنځل کوي یا د مشرانو سپکاوی کوي تاسو له زغم او صبر نه کار واخلئ!که څوک کوم حقیقت بیانوي که څه هم ستاسې خلاف وي په نر توب یې ورسره منئ،

تاسو یې وینئ چې دوي اته کاله پخوا هم په ښکنځلو باندي مبارزه روانه کړې وه خو تر اوسه یې نه کوم څه تر لاسه کړل، نه یې څه زده کړل او نه یې څوک راجلب کړل، او له اسلامپالو مبارزینو نه چې د نشت په حساب وو، یو لوی قوت جوړ شو او مزل یې د منزل په لور روان دی…ان شاءالله تر منزله به رسیږي!



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.