شعـــــرونه

اعتکاف/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

عجيبه غوندې مزې دي اعتکاف کې
د انوارو تجلې دي اعتکاف کې

پاک الله په اعتکاف ډېر خوشحالېږي
سترې ګټې او فايدې دي اعتکاف کې

ګناهونه پکې محوه او رژېږي
د غفران ښکلې شېبې دي اعتکاف کې

معتکِف په اعتکاف رب ته نيږدې شي
ډېرې لوړې مرتبې دي اعتکاف کې

استغفار حمد او ثنا تلاوتونه
د شيطان پر زړه برچې دي اعتکاف کې

پس له ډېرې سرکشۍ او بغاوته
له خپل رب سره جرګې دي اعتکاف کې

يو الله ته يې معلوم دي ثوابونه
بېش قېمته ورځې شپې دي اعتکاف کې

( فيضاني ) رب دې همېش ستا په نصيب کړي
جنتي غوندې لمحې دي اعتکاف کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x