دافغانستان دکرکټ ټیم امریکا ته ماتې ورکړه

.نن ټکی اسیا : دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دامریکاد کرکټ ملي لوبډلې ته د۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه .دافغانستان دکرکټ دملي ټیم منېجر رسنیو ته ویلې چې دغه شل اووریزه لوبې دکاناډا دټورنټو په ښار کې تر سره شوې . په دې سیالۍ کې د افغاني ټیم لوبغاړو په شل اوره کې د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه . ورپسې دامریکاملي ټیم په شل اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډې جوړې کړې .

دکرکټ ملي ټیم منېجر شفیق الله ستانکزي دملي ټیم لوبغاړی ګلبدین نایب،چې دشپږ شپږیزو او اووه څلوریزو په وهلو سره یې ۷۵ منډې جوړې کړې ، دستایلو تر څنګ دنوروز منګل ،شهزاد محمد او کریم منګل لوبه هم په زړه پورې وبلله .

دافغانستان ملي لوبډلې د پرونۍ لوبې په ګټلو سره د دوهم مقام په تر لاسه کولو وتوانېد.

عــابــر مســافــر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.