افغانستان

کابل: خيرخانه کې د وسلوالو په خپلمنځي جګړه کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي چې د کابل ښار په خيرخانه سيمه د ناقانونه وسلوالو تر منځ په جګړه کې کم له کمه درې تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. ويل کيږي چې جګړې د يو  څه وخت لپاره دوام وکړ، مګر د پوليسو په راسيدو جګړه پای ته ورسيده.

د کابل امنيتي چارواکي وايي چې په دغه جګړه کې يو شمېر موټرو ته زيان اوښتی، ولې د مرګ ژوبلې په اړه پټه خوله دي. بل پلو د پيښې عينې شاهدان وايي چې دوی په خپلو سترګو مړي او ټپيان ليدلي دي. د پيښې جزئيات لا نه دي په ډاګه شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x