دیني، سیرت او تاریخ

د روژې شلمه په اسلامي تاریخ کې

مولوي عبدالمنان ستاري

د اسلامي تاریخ له مخې هغه څه چې د روژې مبارکې میاشتې په شلمه نيټه پيښ شوي:

د هجرت په اتم کال د روژې مبارکې په شلمه رسول اکرم صلى الله عليه وسلم خپلې محبوبې خاورې مکې مکرمې ته داخل شوى…

د هجرت شپږم کال د ذي القعدة مياشت کې رسول الله صلى الله عليه وسلم خوب وليد چې له اصحابو کرامو سره يوځاى له بيت الله څخه طواف کوي نو سمدستي يې امر وکړ چې د عمرې د ادا کولو لپاره تيارى ونيسي نبى کريم صلى الله عليه وسلم له ١٥٠٠ صحابه وو سره د احرام په حالت کي وخوځيدل د جنګ وسايل يې له ځان سره وانه خيستل صرف تورې يې له ځان سره واخيستل…

قريش چې خبر شول سمدستي يې ٢٠٠ کسان په اسونو سپاره د خالد بن وليد په مشرۍ واستول ترڅو مکې ته غځېدلې لار وتړي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم أو صحابة کرامو ممانعت وکړي.

رسول اکرم صلى الله عليه وسلم لار بدله کړه ترڅو د قريشو د لښکر نه يو طرف ته او په خير ځان مکې ته ورسوي…

د مکې څخه ٩ ميله لرې پرتې سيمې حديبيى ته چې ورسيدل نو د خزاعة قبيلېڅه کسان د بديل بن ورقا الخزاعي په مشرۍ رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل او مکې ته د راتګ وجه يې وپوښتله رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې مونږ د جنګ او قتال په موخه نه يو راغلي بلکې د عمرې د ادا کولو لپاره راغلي يو خو قريش مو ممانعت کوي بيا د دواړو طرفونو ترمنځ وفد ته راته ترڅو صلح وشوه چې دا صلح په اسلامي تاريخ کې د حديبيى په صلح سره مشهوره ده…

قريشو سهيل بن عمر له څه کسانو سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته واستوه او د دواړو فريقو ترمنځ داسې صلح د لسو کلونو لپاره وشوه چې سږ کال به محمد صلى الله عليه وسلم سره له ملګرو بيرته ګرځي کال ته به راځي د عمرې د اداکولو لپاره سږ کال به عمره نه کوي.

که د مسلمانانو څخهڅوک مرتد شول هغه به نه درته سپارو او که قريشو څخهڅوک مسلمان شو هغه به مونږ ته به سپارل کېږي او په دى هم توافق وشو چې د عربو نورې قبيلى په خپله خوښه کولى شى چې د چا حليف شي چي په دې سره بنو
بکر د قريشو او بنو خزاعة د مسلمانانو حليفا شول.

د دې دواړو قبيلو ترمنځ لرغوني دښمني او بغض وو چې د دې تړون په وجه دوى هم صلح کې داخل شول…

د هجرت په اتم کال د شعبان په مياشت کې بنو بکر چې د قريشو حليفان وو د قريشو په ملتيا يې د شپې لخوا په بنو خزاعة باندې چې د مسلمانانو حليفان وو يرغل وکړډير کسان يې و وژل مالونه يې چور کړل بنو خزاعة څه کسان رسول الله صلى الله
عليه وسلم ته وليږل او د قريشو له غدر څخه يې خبر کړ…

رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر وکړ ترڅو لښکر برابر کړي د مکې د فتح لپاره…

د هجرت په اتم کال د رمضان په شلمه رسول الله صلى الله عليه وسلم له لس زره صحابه کرامو سره د مختلفو دروازو نه مکې مکرمې ته داخل شول د خالد بن وليد سره د عکرمه بن ابي جهل د لښکر لږ نښته وشوه چې ١٢ کسه د عکرمه و وژل شول او ٢ مسلمانان شهيدان شول نور هيڅ جنګ ونشو رسول الله صلى الله عليه وسلم أو صحابه کرام رضى الله عنهم مکې ته داخل شول له کعبېڅخه يې طواف وکړ بيا يې په هغه ليندې چې ورسره وه د بتانو په ماتولو بنا وکړه او دا الفاظ يې زمزمه کول:

جاﺀ الحق و زهق الباطل إن الباطل کان زهوقا
جآﺀ الحق و ما يبدئ الباطل وما يعيد

بيا يې دهغو عکسونو د ورانولو أمر وکړ چې د کعبې په ديوالونو رسم شوي وو…

د مکې په فتح سره اسلام ته د داخليدونکو کسانو شمير زيات شو او ډير مهم کسان او سرداران په اسلام کې داخل شول لکه ابو سفيان بن حرب أو ميرمن يې هند بنت عتبه، عکرمه بن ابى جهل، سهيل بن عمرو، صفوان بن أمية، د ابوبکر صدیق پلار ابوقحافه او نورې سترې قبيلې د اسلام په مبارک دين مشرفې شوې…

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close