
غزل/ عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
حرا ته او تر طوره به د خیال په نیلي لاړشم
د خدای سپیڅلي توري به له دغه ښاره راوړم
زمزم ته ځم دا تور زړه به په دغو اوبو مینځم
سجدو کې به د خدای سره د خپلې ګناه وایم
راغلې مې د زړه کلي ته وراوې ستا د حسن
جرګه به ورته وکړم ترې نه ستا سترګې به غواړم
جانانه د گیلو بار مې راوړی ستا تر دره
د ستا د غیږ حرم کې که مې شپه شوه درته ژاړم
شاګرد د انقلاب د مدرسې دلته رالوی شوم
غمونو او دردونو کې رالوی شومه او پایم
عاکف دې ستا د دوه سترګو عاکف کړلو جانانه
په در کې دې ولاړ یم د لیدو ستا په دعا یم