دیني، سیرت او تاریخ

د لیلة القدر علامې

عبدالغفار جُبیر
د قدر شپې ته ولي قدر وايي؟

۱: په دغه شپه کي قرآنکریم د لوح محفوظ څخه و اول اسمان ته نازل سویدی.

۲: ددې شپې عبادت د زرو شپو څخه زیات دی، نو دا شپه قدرمنده ده.

۳: په دغه شپه د انسانانو ټول اعمال، رزق، خیر او شر اندازه ټاکل کیږي.

۴: په دې شپه لږ عبادت ډیر قدر او شرف لري.

د قدر شپه کومه یوه ده؟
د روژې د اخري لسو شپو طاق شپې ۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹ په دغو شپو کي د قدر شپه ده.
ددې شپې دعاء:

هغه دعاء چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړیده هغه داده:

اللهم إنك عفوٌ كريم تحب العفو فاعفو عني

رواه الترمذي، في سنن الترمذي، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: 3513.
نورې شرعي دعاوي هم مشکل نلري، ذکرونه، نفلونه، تلاوت هر څه جائز دي.

د قدر د شپې علامې او نښانې:

۱: په دغه شپه به شیطانان په ستورو نه ویشتل کیږي. ځکه ملائکي را کښته کیږي، شیطانان به نه وي.

۲: په دغه شپه به هوا نه یخه وي او نه ګرمه، بلکې معتدله به وي.

۳: په دغه شپه به نه وریځ وي ، نه به باران وي او نه به باد وي.
۴: ددغې شپې په سهار به لمر لکه د څوارلسم سپوږمۍ سپین به وي او شعاوې به نلري چي راخیږي.

۵: ددغې شپې په سهار به د اسمان په کنګرو کي ګرځ وي، دا ځکه هغه ملائکې چي را کښته سوي وي، د هغو د پورته کیدو
له کبله دغه غبار وي.

۶: دغه شپه به ډیره روښانه وي.
لقول الرّسول عليه السّلام: (ليلةُ القدْرِ ليلةٌ سمِحَةٌ، طَلِقَةٌ، لا حارَّةٌ ولا بارِدَةٌ) رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن عبدالله بن عبّاس، الصفحة أو الرقم: 5475.

رواه ابن حبان، في صحيح ابن حبان، عن أبو سعيد الخدري، الصفحة أو الرقم: 3674.

رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أُبيّ بن كعب، الصفحة أو الرقم: 762.

رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن واثلة بن الأسقع و عبادة بن الصامت، الصفحة أو الرقم: 5472 .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x