دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه (( 18 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۳۰: سوال: په اوبو کي غوټه کیدل خو به روژه نه ماتوي؟
ځواب: که چیري یو څوک په اوبو کي غوټه شي په ویاله او نور… کی او اوبه بدن ته داخلی نشی روژه نه ماتیږي.
(خیرالفتاوی ټوک۴/ ۶۷)

۱۳۱: سوال: و سترګو ته دوا اچول په روژه کي څنګه دي؟
ځواب:که چیری و سترګو ته دوا واچول شي روژه نه ماتیږي.
(خیرالفتاوی ټوک۴/ ۴۲)

۱۳۲: سوال: ماپه روژه کي له خپلې کور والا سره جماع وکړل، او کله چي به د انزال وخت راغی نو به مي اوبه (منی) د باندی توی کړل دا کار مي ۶ ورځی تکرار کړی په روژه کي اوس زما د روژو حکم څه دی؟ قضاء او کفاره دواړه شته؟ د هری روژې لپاره جلا کفاره ده؟
ځواب: دا چي تاسی دا کار وکړی شریعت و دې ته ګوری چی ایا په دې ورځوکي ستاسو روژه وه او د روژو نیت مو کړی ووکه یا؟ تاسی چي دا کار کوی روژه موپه یاد وه که یا؟ که موپه یاد وه دواړو د روژو نیت کړی وو او روژې مو وې نو پر دواړو قضاء او کفاره شته یعنی تاسی به ۶+۶۰ روژې نیسی – ۶ روژې مو د روژو قضاء شول او ۶۰ روژې مو کفاره شول .

۱۳۳: سوال: که د نر د تناسلي آلې سر داخل شي او انزال صورت ونه نیسي روژه څنګه ده؟
ځواب: کله چي د نر د تناسلی آلې سر(حشفه) داخله شی که انزال وشی او که ونشی روژه ماته ده- که قصداً دا کار وشي قضاء او کفاره دواړه شته.

۱۳۴: سوال: که چیري خاوند له خپلي ښځې سره په زوره سره جماع وکړي نو د روژو حکم یې څه دی؟
ځواب: که د خاوند او د ښځې روژه وي او خاوند یې په زوره له خپلی میرمنې سره جماع وکړی نو پر خاوند یې قضاء او کفاره دواړه شته او پر ښځې یی صرف قضاء شته.

۱۳۵: سوال: که یو څوک د یوه حیوان سره جماع وکړي کفاره شته که یا؟
ځواب: که یو سړي له یوه حیوان سره جماع وکړه صرف قضاء یی شته او کفاره یی نشته.

۱۳۶: سوال: که یو کس د خپلي ښځې بیله عورته په بل اندام کي انزال شي کفاره شته که یا؟
ځواب: که یو انسان د ښځې یا د نر سره پرته د عورته په بل ځای کی انزال شي صرف قضاء شته او کفاره نشته.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

اسلام علیکم : د روژی په میاشت کی که چیری یو روزه لرونکی خاوند له خپلی ښځی سره یو ځای په یوه بړستن یا کمپله کی یو ځای څملی او دواړه سره یو له بل سره مښل رامښل هم وکړی او د دوی احساسات هم راوه پاریږی او دوی یو تر بله سره انزال هم نشی. نو اسلام دی ته اجازه ورکوی او که نه

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

عبدالغفار جبیرصاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وایم چی هرچییری یاست اوهرسوک یاست زموژدینی اودزره سرورور یاست چی تاسی داسی شه اوجالب مطالب وراندی کری یاست الله ج..داجرونه درکری په دونیا اوآخرت کشی چی اکثر زموژوطن داران اویانور مسلمانا ن دی داسی ضروری دینی احکا مونه شه نوی خبراویامطلقن بی خبره وی نوتاسی ته دی الله ج.. اجرونه درکری آمین یاربالعالمین …

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x