نړۍ

امریکايي جنرال: د افغانستان جګړه لویه «رسوايي» ده، ۴ زره اضافي عسکر کافي نه دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د امریکايي لوی درستیز پخواني مرستیال «جنرال کین» د فوکس نیوز سره په مرکه کې د افغانستان ۱۶ کلنه جګړه د امریکا لپاره «رسوايي» وبلله او وې ویل چې د جګړې ګټلو لپاره به ۴۰۰۰ عسکر کفایت ونه کړي.

نوموړي وویل د جګړې د ګټولو او یا اقلا د برلاسي کېدلو لپاره امریکا باید افغانستان ته د ۱۰ زرو څخه بیا تر ۲۰ زرو پوري اضافي عسکر ولیږي.

جنرال جاک کین د امریکا د لوی درستیز مرستیال پاته شوی او تر تقاعد وروسته په پوځي چارو کې د منل شوي کارپوه په سترګه ورته کتل کیږی.

نوموړي د امریکايي چېنل فوکس نیوز سره افغانستان ته د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پر خبرونو باندي په تبصره کې وویل، «د څلور زرو اضافي عسکرو لیږنه تر اوسه یوه اوازه ده، رسمي اعلان یې نه دی شوی ، خو زما په نظر دغه ځواک به ونه شي کولای چې طالبانو ته ماتې ورکړي».

نوموړي وویل چې اضافي عسکر به حتما ګټه ولري، خو اساسي پوښتنه داده چې ایا په دغه شمېر به امریکا طالبانو ته ماتې ورکړي او کنه؟ «زما جواب دی: نه».

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو اختیار دفاع وزیر جمیس ماټیس ته ورکړی، او ویل کیږي چې دفاع وزیر په ابتدائي توګه د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې خو لا یې رسما اعلان کړې نه ده.

جمیس ماټیس څو ورځې وړاندي په کانګریس کې د سوال او جواب په ترڅ کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د جګړې ګټونکې نه ده، خو ژمنه یې کړې وه چې اوس به داسي ستراتیژي جوړوي چې له مخې يې د تېرو وختونو غلطۍ بیا تکرار نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x